کور / کره کتنه / پربینوا بریـــــد پرقلم بریــــــد دی

پربینوا بریـــــد پرقلم بریــــــد دی

ګرانو لوستونکو ته څرګنده ده چي یوتعداد  ډ ير  ځوانان سته چي په خپل ټول توان اوطاقت سره د حق عدالت اوانصاف په تله کي خپله ټوله انرژي دخپل ولس او خلګو لپاره په کاراچوي یعني هریو د خپل استعداد اومهارت په نظرکي نیولو سره راز راز علمې قلمي یا ژبني د زړه دردونه دخپل ولس سره شريکوي اوپه نتیجه کي دظا لمانو اوستمګرانو ټول هغه ناروا کارونه اوناجایزه اعمال چي دخپلو مظلومو او بيچاره خلګوپه مقابل کي یې سرته رسوي رسوا او پردې ځني پورته کوي چي دهغو جملې څخه یو هم د بينوا انترنټي ویب پاڼي مسئول چلوونکي اوهمکاران دي چي په پوره توان او انرژي سره یي د افغا نا نود اذهانو په روښانوولو کي
هيڅ سپما په هيڅ شکل نه ده کړي اوپه زرهاوو زرهاوو انسانان دې ته لیوالتیا لري چي دغه افغاني دخلګو زړه اوعلاقي ته نږدي بينواویب پاڼه هره ورځ هر ګړی په مينه وګوري او ځانونه دخپلي خاوري او مظلوم ولس دتازه نوي او په زړه پوري خبرونو څخه که دخوشحالی وي یا خواشینوونکي خبر کړي  اوس ټول ا فغانان دغه ولسي صفحه خپله صفحه  چی مشترک اهداف پکښې نغښتي دي ګڼي ځکه نو دوطن اوخلګو دښمنانو داخبره درک کړه اودخپلو تطميع کوونکوخارجي رهبرانو په مشوره یي د ښکر لرونکي درواغواوتهمت سره يو ځاي پر بينوا حمله وکړه اود خپل ولس پر زړه یې یو تور داغ پريښوداوزهیرزړونه یې نورهم زهيرکړل اخر ولي دخپل ولس اودهغوی د پا کو هیلو سره دومره ناځوان مردانه عمل کیږي مګر دوي په دې نه پوهيږي چي وايي دنامرده لاس تور مخ په توردی دا په دې معني چي په داسي ناوړه عملو سره که سل  نه  زر واره هم تکرارشې فولادين عزم دانسان او ولس نشي ماتولاي اونوره هم بینوا دخلګو په زړونو کي ځاي نیسي اونیولی یې دی۰
 ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۱