کور / کره کتنه / له کندهار سټډيوم څخه د نظامي ډګر کار اخسته کيږي

له کندهار سټډيوم څخه د نظامي ډګر کار اخسته کيږي


د کندهار ولايت دسپورټ مينه وال شکايت کوي چي دښار په ورزشي سټيډيوم څخه د نظامي هوايي ډګر کار اخستلو ددوی د سپورټي فعاليتونو او تمرين په مخ کي خنډونه جوړ کړي دي . دغه شکايت نن د کندهار ولايت د اوونيزي امنيتي غونډي پرمهال د کندهار د المپيک امر محمد الله خان ګلالي لخوا دغونډي ګډونوالو دملکي او پوځي چارو مسولينو ته واورول سو، دکندهار لوبغاړو په ورزشي لوبغالي کي د نظامي څرخي الوتکو د دالوتنو څخه شکايت کړى و او په وينا يې چي دغه الوتني په ورځو ورځو د ورزشکارانو د تمرين مخه نيسي.



په دې اړه د کندهار يوه فوټبالر د لراوبر سره په خبرو کي وويل چي دولت يوې خواته د ورزشکارانو سره د همدردۍ اوهمکارۍ خبري کوي خو بلي خواته په ښار کي يوازنئ دفوټبال سټيډيوم چي د ځوانانو د بدني روزني او تمرين مناسب ځای دی هم د پوځي چارو لپاره کاروي . نوموړئ چي د امنيتي دلايلو پر اساس نه غواړي نوم يې څرګند سي وايي چي يو وار په تېره دوره کي طالبانو د غلو د پښو او لاسونو پرې کولو او قاتلانو د قصاص د پاره سپورټي لوبغاړي کارول اوس بيا دکرزي دولت چي ددموکراسۍ نارې هم وهي ددې پر ځای چي د لوبغاړو سره د اړتيا وړ همکاري وکړي ددوی د تمرين او پرمختګ مخه نيسي .



نظامي مجلس نن د ١٣٩۰ لمريز کال د وږي د دېرشمي نېټي په اوونيزه غونډه کي پرېکړه وکړه چي له دې وروسته به يوازي د لوړپوړو مېلمنو د راتګ لپاره له دې سټيډيوم څخه ګټه اخستل کيږي او له هغه پرته به په هيڅ صورت کي هيڅ الوتکي ته اجازه نه ورکول کيږي چي له دې سټډيوم څخه ګټه واخلي او د لوبغاړو مزاحمتوکړي.