په جاپان کي دشدید توپان له امله ۶ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ

مختار احمد احسان | سپتمبر 21st, 2011


د جاپان په جنوب – ختيځ ساحل کي د “Roke” نومي توپان د رامنځته کېدو له امله لږ تر لږه ۶ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ.

د سېلابو سرعت په ساعت کي ۱۶۰ کیلومتره دئ چي په ډېر لنډه وخت کي یې کورونه په څپو کي ډوب کړي او سخت مالي زیان یې اړولئ دئ .
همداډول ویل کیږي چي د ۱۷ ولایتونو په شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کورونو کي برېښنا نسته .

حکومتي چارواکو د شاوخوا یو میلیون کسانو څخه ژر تر ژره د کورونو پرېښودو جبري غوښتنه کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024