کور / تازه خبرونه / کندهار:پرملکي موټر چاودنه کي يو کس مړ شپږزخميان سول

کندهار:پرملکي موټر چاودنه کي يو کس مړ شپږزخميان سول

د کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کي د ماين چاودني يو ملکي سړى وژلى او شپږ نور يې ژوبل کړي دي.


 دکندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په وينا چاودنه ماښام ٧ بجې او ٣٠ دقيقې په هغه سيمه کي سوې چيري له کندهار ښاره کابل او سپين بولدک ولسواليو ته سړکونه بيليږي او پکښي د ملکي وګړو د سپرلۍ موټرپه نښه سوى چي ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.


 د پيښي ټپيان د درملني لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول سوي اوروغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوى دى.


 چارواکو ددې پېښي پړه د افغانستان د سولي او خلکو دښمنانو کار بللئ دی  چي ددوی په وينا ډېر وختونه ملي امنيتي ځواکونو ته دزيان اړولو په موخه په ګڼ ميشتو سيمو او لويو لارو کي بمونه ږدي چي ډېر زيان يېولسي وګړي وړي.