په تخار کی یو امریکایی عسکر ووژل سو
پنتاګو ن او ناټو خبر ورکړ چی د دوو جلا جلا پیښو په ترڅ کی دوه خارجی عسکر ووژل سول . لومړنی چی امریکایی دی څلور ورځی مخکی په تخار ولایت کی ماین والوزاوه او دوهم چی هویت یې نه دی ښودل سوی همدا نن د هېواد په جنوب کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله ووژل سو خو نور تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د سپټمبر په روانو ۲۲ ورځو کی د خارجی عسکرو تلفات ۳۳ ته ورسېدل چی ۲۱ یې امریکایان دي .