کور / تازه خبرونه / خوست : چاودني درې ولسي وګړي ژوبل کړي

خوست : چاودني درې ولسي وګړي ژوبل کړي

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د سړک غاړي ماين چاودني درې تنه ولسي وګړي ژوبل کړي . د چارواکو په وينا چي ياده چاودنه تېره چهارشنبه د دې ولايت د نادرشاه کوټ په ولسوالي کي ديوه واده پر کسانو سوې چي په پايله کي يې ياد کسان ژوبل سوي . د دې ولسوالۍ ولسوال جمال ناصر هم رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او وايي چي ژوبل کسان يې سيميز روغتون ته وړي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دئ .
دا لومړى ځل نه دئ چي پر ولسي وګړو د سړک غاړي ماين چاودنه کېږي بلکي په لسونو ځله داسي چاودني رامنځ ته سوې چي ډېره مرګ ژوبله يې اړه ولې .