کور / روغتيا / د سېب دروغتیایی وړتیاوو په هکله دنووڅیړنوپایلي

د سېب دروغتیایی وړتیاوو په هکله دنووڅیړنوپایلي

د وړوکتوب نه می له سپین ږیرو څخه دا خبره ارویدلی وه چی ویل یی : « هر خواړه چی ګیډی ته ولویږی ، اول ځی او زړه ته سلام کوی ، خو کله چی مڼه ( سیب ) ورشی نوبیا زړه راځی او سلام ورته کوی » . هغه وخت چی می دغه مقوله ارویدلی وه ، زه ډیر ماشوم وم او لا یی په اصلی مطلب هیڅ نپوهیدم . وروسته چی لږ ستر شوم ، فکرکوم د لیسی په نهم یا لسم ټولګۍ کی به وم چی د دری ( هغه وخت لا فارسی یادیده ) مضمون د شعر او شاعری په برخه کی د ( لف ونشر ) د شعری ژانر دپاره یوه داسی بیلګه یاده شوی وه :


 سیب را وآنار را و بهی را به ترتیب لف ونشر                                                                                                                                                                    دل را و معده را و جګر را مقوی است


      د هغو ځوانانو پخاطر چی د شعر د لف ونشر د ډول سره بلدیت نلری او دلوړ شعر په مانا نه پوهیږی ، باید زیاته کړم چی د لوړ شعر نه موخه داده چی سیب د زړه د پاره ، انار دمعدی دپاره او بهی د ینی د پاره ګټور دی . کله چی ښوونکی ددی شعر په اړوند راته تشریحات راکول ، زما هغه لوړه مقوله هم را یاده شوه او اصلی مطلب ته می یی بام واوښت . په انګریزی ژبه کی هم یومتل غوندی مقوله شته چی مانا یی داده : « په ورځ کی یوه مڼه خوره اودډاکتر نه ځان لیری ساته » . البته ددی مقولی مانا داده چی د مڼو تر خوړلو ورسته بیا نه ناروغ کیږی او طبیب ته دی اړتیا نه پیدا کیږی .


      د مڼی په هکله او دهغه د روغتیایی ګټو په اړوند په کتابونو کی ډیر څه لیکل شویدی . پدی لړ کی د ( 24time ) پنامه یوی ډنمارکی ورځپاڼی په ۲۲/۹ /۲۰۱۱ نیټه د مڼو په هکله د یوی څیړنی پایلی د ( مڼو نوری میوی شاته پریښودی ) تر سر لیک لاندی نشر کړی چی پښتو ژباړه یی په لاندی کرښو کی د مینه والو مخته ایږدم :


      حوا ( بی بی حوا انا . ژباړ ) د جنت په بڼ کی د سیب نه یوه ټوټه وخوړه او دا یی د روغتیایی ښیګڼو له مخی د نورو میوو په پرتله ښه انتخاب وکړ ، داځکه چی مڼه ترهغه نه ډیر ګټور مواد لری چی پخوا یی په هکله خبری کیدی . نوی څیړنی ښئی چی د ۳۰ په شاوخواکی د ویټامینو ، مینرالونو ، انتی اوکسیدانتونو(۱) او غذایی تارونو (Dietary fiber ) په درلودلو سره مڼی تر ټولو نورو خوراکی موادو زیات روغتیایی ارزښتناکه توکی لری او روغتیا ته تر هغه ډیر ګټور دی چی لدی نه وړاندی مو فکر کاوه .


      پدی خاطر پکارده چی د مڼو په هیله و باغ یا سوپرمارکیټ ته سر ور ښکاره کړو، چی له نیکه مرغه پدی ورځو کی ددی شنو او سرو میوو بیه ډیره جګه هم نده . د جرمنی د جینا پوهنتون ( Jenas Universty ) کی یوشمیر څیړونکو د خپلو نوو څیړنو په پایله کی ښودلی ده چی دغه ګردۍ میوه په حقیقت کی د ویټامینونو ډګ یو په زړه پوری بم دی چی د روغتیایی ګټورتیاوو له کبله تر نورو ټولو میوو لوړ ځای لری .


       سیبان د ( C , E, K, B1, B2, B6 ) ویتامینونه چی د بدن دفاعی وړتیا جګوی ، داسی مینرالونه لکه پوټاشیم ، ایوډین او جست چی د موادو په ادلون بدلون ، عصبی سیسټم اودعضلاتو په غښتلتوب کی مرسته کوی او همدارنګه هغه په اصطلاح دویمګړی نباتی مواد لری چی د سرطانی حجرو په وړاندی مقاومت کوی . سیب برسیره پر دی د کاربن هایډرایټ پیکتین پنامه هغه مواد لری چی په وینو کی دکولیستیرول په راټیټولو او په کولموکی د هغو ګټورو باکټریاوو په زیاتولو کی مرسته کوی کوم چی د هاظمی په پرمختیاکی د پام وړ رول لوبوی .


     د سږو دپاره د سیبو ګټی : 


 دلته په ډنمارک کی احصایی ښئی چی هر ډنمارکی وګړۍ په منځنی توګه په کال کی نژدی ۱۵ کیلو ګرامه مڼی خوری او دا د ۱۵۰ ـ ۲۵۰ دانی کیږی چی هر دانه یی ۵۰ ـ ۷۰ کالوری تولیدوی . سیبان وینی ته ډیره کمه شکره ورکوی او د وزن په کمولو کی ډیره مرسته کوی . سیبان دیابت والا کسانو ( د شکری ناروغانو. ژباړ ) ته ډیر ګټور دی او په وینه کی دشکری اوږدمهاله کنترول ته ډیره ګته رسوی . مڼی همدارنګه سږی د خپلو دندو په چارو کی تقویه کوی او آسمه ( نفس تنګی. ژباړ ) باندی د مصاب کیدو خطر کموی . د نوموړو څیړونکو په اند ، سیبان د الژیمیر او پارکنسون ( Alzheimer and Parkinson )(۲) د پرمختیا په مخنیوی کی دبدن اړوندی حجری تقویه او دفاع کوی . د یادونی وړ ده چی تازه شکول شوی سیبان تر لوړی کچی ددغو ښیګڼو درلودونکی دی . هغه سیبان چی د ډیر وخت د پاره وساتل شی ، خپله ګټورتیا او خوند دلاسه ورکوی .


      څیړونکی و دی پایلی ته رسیدلی چی د مڼو د اوبو یا جوس رانیولو ته زړه ښه کول پکار ندی ، داځکه چی په مڼو کی د ټولو ګټورو موادو دری پرڅلور برخی د هغه په پوست او پوست ته نژدی قشر کی ځای لری . دامهال چی د منی موسم دی ، د سیبانو تر ټولو ښه وخت دی . پر هغو سیبانو چی دوا پاشل شوی وی ، باید ښه پریمینځل شی او وروسته د یوه مخه یانی د پوست ، مرکزی هستی او ان د بند سره یوځای په خوند وخوړل شی .


      داخبره هم پکارده په پام کی ونیول شی چی د سیبانو ټول ډولونه په برابر ډول لوړی ښیګڼی نلری . دسیبانو پخوانی سورتونه لکه Boskoop, Cox, Orange, Graasten د ویټامینونو له مخی ډیر بډای دی . نوی سورتونه یی لکه Granny Smith , Pink Lady د ګټورو موادو له کبله لږ بډای ګڼل شویدی .


د ژباړی پای


د ژباړونکی یادوونه :


(۱)- اوکسیدانتونه  هغه توکی دی چی په بدن  کی خطرناک زهری مواد تولیدوی  او انتی اوکسیدانت بیا ددغو  توکو څخه مخنیوۍ کوی .


(۲)- الف : الژایمر – دا هغه ناروغی ده چی دمغزی اختلالاتو له کبله د انسان ذهنی وړتیا کمیږی ، عقلی اختلال منځته راځی او په پای کی حافظه د لاسه وځی . د پاخه عمر لرونکی خلګ پدی ناروغی باندی د مصاب کیدو ډیر چانس لری او مصاب کسان د ۷ څخه تر ۱۰ کالو په موده کی خپل ژوند د لاسه ورکولای شی .


     ب : پارکنسون – دا ناروغی که څه هم په زړو خلګو کی زیاته لیدل کیږی خو ځوانان هم په پوره ډول ورڅخه په امان ندی . دا هغه ناروغی ده چی اکثراً د ناروغ خوځنده وړتياوې، کلام او نور عملونه اغېزمن کوي ، اندامونه یی د استراحت په حال کی ریږدی . دا ناروغی هم په وروستی پړاو کی دحافظی د ورانیدو لامل ګرځیدلای شی .