کور / کره کتنه / چارواکو! دوانټ وايګل له حال نه ځان خبرکړئ.

چارواکو! دوانټ وايګل له حال نه ځان خبرکړئ.

داچي  افغان دولت دنړيوالوځواکوپه ملتيا،له طالبانو نه دنورستان دوانټ وايګل  ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره څو ورځي وړاندي عملیات کړي. دسيمي خلک هم خورا هیله من وو چي له ډيري مودې پس به دې لیرې پرتې ولسوالۍ ته امن، سوکالي،بیا رغونه او نورې اسانتیاوې راشي، دښوونځیو دروازی به خلاصې او ددوي بچي به په ارامه درسونه پیل کړي، ددوی ناروغان به همالته تداوي کیږی او نور به دننګرهار اوکونړ روغتونونو ته پرلار نه مري…


خو له بده  مرغه د وانټ وایګل داوسیدونکو دا خیالونه هغه وخت په غم او وېر  واوښتل کله چي سوله ساتوځواکونو دخپلو  ظالموالوتکو په وسيله ملکي خلک  په نښه او عام کورونه او کلی یې بمبارد کړل، پدي وحشیانه بمباریو  کي دښځو،کوچنیانو،بوډاګانو په ګډون لسګونو بیګنا او بې وسلې وګړیو ژوند له لاسه ورکړ.


افغان دولت ددې پرځاي چي پخپله دا عملیات له نژدی وڅاری او دملکی تلفاتو مخنیوی وکړي،  د نړیوالو ځواکونو پر ړندو بمباریويې  تکیه وکړه او پخپله یې دخپل ولس دوينو  ننداره کوله.


داچی دا ولسوالي نژدي شپږمیاشتی دطالبانو په لاس کي وه، له ټول افغانستان سره یې اړیکې پري وې او هرڅه پکی دطالبانو په خوښه ترسره کیدل، دژوند هيڅ ډول اسانتیاوې نه وي برابري ، او خلک دحکومت دبیارغونې دکارونو په تمه وو،خو دعملیاتو له پیل سره سم طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او حکومت خلکوته دهرڅه ځواب په ګولیو ورکړ، دطالبانو کسات یې له ملکي وګړو واخیست، زاړه ، واړه ښځې او ځوانان يې په وينو ولمبول، کورونه او عامه ځایونه يې بمبارکړل…همدا اوس دسيمې مخور د ملي اردو او ایساف لخوا لاس تړلي په ولسوالي کي پراته دي.


او والی صاحب محترم له پارون نه رسنیو ته وايې چي عملیات ډير موفقانه روان دي،  په لسګونو مخالفین وژل شوي او نیول شویدي… زه له والي صاحب نه دا یوه پوښتنه کوم چي دوانټ وایګل اوسیدونکی رمضان له خپلې میرمنې او دریو ماشومانو سره په کورکي ووژل شو اوس یې (يوه ورځ وروسته)هم مړي همالته پراته دي ایا دا ترهګروو؟؟؟ داسی په لسګونو خلک زه له نژدی پیژنم چي خپل دکورنۍ غړي یې له لاسه ورکړیدي ان تر دی چي د بنډریست پرلار باندی دري ښځينه مړي له کوچنیانو سره پراته دی ایا دا ستاسومخالفین دی؟؟ دسیمی خلک ټول په کورونو کی بند دی ، له خپلو مړو او ژوندو احوال نلري.