کور / تازه خبرونه / امريکاوايي په کابل کي يې پرسفارت بريد پاکستان طرحه کړئ و

امريکاوايي په کابل کي يې پرسفارت بريد پاکستان طرحه کړئ و

امريکا د پاکستان پر دولت تور ولګاوه چي د سپټمبر پر ۱۳مه په کابل کي ددوی پر سفارت وسله وال بريد د پاکستان پوځي استخباراتو ( آی ايس آی ) طرحه کړئ و . دا لومړئ ځل دی چي د امريکې حکومت پاکستان په کابل کي ددوی پر سفارت په بريد تورن کړ ، پاکستان په خپل لومړني غبرګون کي د امريکې دا ادعا بې اساسه بللې ده .


تر دې مخکي د افغانستان دولت هم ويلي وه چي پلټنو څرګنده کړېده چي وسله والو د بريد پر مهال له پاکستاني ټيلفون شمېرو سره اړيکي نيولې وي او ګواکي له هغه ځايه دجګړې په اړه معلومات ورکول کيدل .


بله خوا طالبانو تر بريد يوه ورځ وروسته د افغان دولت دا ادعا رد کړه چي ګواکي بريد له پاکستانه رهبري کېدئ ، ذبيح الله مجاهد وويل چي د بريد طرحه او قومانده له هيواده دننه رهبري کېدله .