کور / کره کتنه / افغان دولت مشرتابه ته یوه ګیله

افغان دولت مشرتابه ته یوه ګیله

د پخوانی ولسمشر برهان الدین ربانی د وژل کیدو غبرګونونه مې په زیاترو افغانې رسنیو کې که هغه راډیوګانی، تلویزونونه،  چاپی رسنۍ او یا بریښنایې پاڼی دی له نظره تیرول  د ولسمشر حامد کرزی په ګډون ټولو سیاسی او جهادی شخصیتونو په خولو کې ربانی د هغو ځنځیروی وژنو کړۍ  بلل شوېده ده چې د ولسمشر ورور احمدولی کرزی، جنرال داود ،کندهار ښاروال، جان محمد ،وطنوال، سید خیلی او  شاجهان یې وژلی دی.
ددغو څرګندونو داسی معلومیږی چې په افغانستان کې یوازی همدوی د ترور قربانی دی او له مرګ وروسته په بیلابیلو لقبونو باندی هم ستایل شوی او ستایل کېږی او زیاتره رسنۍ هم ورته کار کوی چې دغه کار یې د ژورنالیزم له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده  خو یو شمېر هغه سېمی چې تر دغو شخصیتونو لوړ او یا هم سیال شخیصتونه یې د  ترور قربانی شوی خو هغوی هیڅ په رسنیو کې نه یادیږی او د ولسمشر کرزی په ګډون ټول هغه شخصیتونه چې په دولت کې دی او ډالری معاشونه اخلی په خوله یاد نه شول چې دا خپله د یوې سمې له خلکو سره کینه او له حکومت څخه د خلکو  لری کونی هڅه ده.
زه د خپلی لیکنی د بیلګی په توګه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې څو مثالونه راوړم البته د هېواد په نورو سېمو او ولایتونو کې به هم وی خوماته چې ډیر معلومات دی هغه په ختیځو ولایتنونو کې دی ځکه زه هم د یادونو ولایتونو اوسیدونکې او د دولت دغی کړنې له امله وهڅیدم  چې دغه څو کرښی توری کړم ځکه زما په څیر په ډیر خلک یاده ګیله په زړونو کې ګرځوی.
 د ختیځو ولایتونو د ترور په پخوانیو څیرو به نه غږیږم چې شهید عبدالحق او شهید حاجی عبدالقدیر خو پدغو اوسنیو څیرو او لویو جهادی شخصیتونو چې د خپلو قومونو له پراخه ملاتړه برخمن ول او تازه وژل شوې دی یادونه وکړم.
د ننګرهار پخوانی جهادی قوماندان او قومی مشر الحاج محممد زمان غمشریک وو چې په یو ځانمرګی برید کې له اتو نورو مشرانو سره د ترور قربانی شو خو د افغان دولت لخوا یې هیڅ نوم په رسنیو کې نه یادیږی ، که د نوموړی شهید  تیر تاریخ او پس منظر ته وکتل شی نو کتابونه پری لیکل کیږی چې دومره لوی شخصیت وه چې د ولسمشر کرزی په ګډون د کابینی زیاتره وزیران اومخورین یې له نږدی پیژنی، هغه په ډیره کمه موده کې د ننګرهار په یو شمیر ناامنو ولسوالیو کې د امن هڅی بریالی وختی چې زیاتره خلک او سېمه ایزه اداره ورڅخه خوشاله وه خو دوطن دوښمنانو په ننګرهار پیرزو نه او ژر له منځه یوړه.
بل د کونړ ولایت پخوانی جهادی قوماندان او قومی مشر ملک محمد زرین وه چې په کونړ کې د یو ځانمرګی برید له امله له خپلو څو کسانو سره په شهادت ورسیده،نوموړی په کونړ کې دومره پیاوړی قومی مشر وه چې د جهاد په کلونو کې د کونړونو د زمری په نوم یادیده چې داوسنی دولت له حامیانو او د سولی په اړه خپلی هڅی کولی چې دوطن دوښمنانو واخیسته،دده په اړه هم کیدای شی څیړنه وشی نو کتابونه به پری ولیکل شی چې دافغان دولت مشرانو یې په تیرو څو کلونو زړورتیا له نږدی لیدلی او ډیرښه پیژنی چې زیاتو  معلوماتو ورکولو ته یې اړتیا نه وینم.
بل د لغمان ولایت اوسیدونکې چې له عمره ځوان معلومیده خو ویل کیده چې ډیر د کار سړی وو ځکه دده په اړه مې یو څه پیژندنه کمه ده ه خو ویل کیده چې د اوسنی افغان دولت په ګټه یې ډیری لاس ته راوړنی لرلی، نوموړی هم  په لغمان کې د یو ځانمرګی برید له امله له څو نورو ښاغلو سره ووژل شو خو دولت یې تر ننه بیا نوم په خوله نه دی اخیستی.
په رسنیو او دولت د چارواکو په ژپه د هغو کسانو نومونه یادیږی چې په دولت کې پاتی شونی لری خو دغه ښاغلی چې ما یې پورته یادونه وکړه یو ځل مې هم له رسنیو او ددولت له لوړو پوړو چارواکو څخه وا نه اوریده چې د هېواد خیتځ ولایتونه هم له دغه تروره خوندی نه پاتی او زیاتره لوی او مخور شخصیتونه له منځه تللی دی.
ددولت ددغی کړنې له امله د ختیځو څلورو ولایتونو خلکو او ولسونو ته ګیله ودریږی چې ولی زموږ مشران چې ددغه افغان دولت په ملاتړ کې قربانی شوی دی نه یادیږی حال داچی جهادی تاریخچه او شخصیتونه یې د استاد ربانی په ګډون له نورو څخه کم ندی خو دولت په دغه ډول څرګندونو سره د خلکو واټن نورهم زیاتوی ځکه ولسونه خپه کیږی اویا کیدای بله ورځ ددغه دولت په وړاندی نوری ستونزی هم زیاتی شی چې بیا به ورسره د یادونو ولایتونو خلک مرسته نکوی.
نو افغان دولت ته پکار دی چې له دغه ډول چلند څخه تیر شی او ټولو خلکو ته په مساویانه ډول خپل حقوق ورکړی څرنګه چې نورو ته ورکول کیږی د ختیځو ولایتونو دغو مشرانو ته چې ترور شویدی هم ورکړل شی.
نو د ختیځو ولایتونو له مشرانو کشرانو او ځوانانو او منورینو څخه هم غوښتنه کووم چې حق اخیستل کیږی بلکی ورکول کیږی نه که تاسو همداسی ویده پاتی شی نو ستاسو  په سر به نور خلک سوداګانی کوی او تاسو به څرنګه چې وه همداسی پاتی شی خو را پورته شی او د  خپلو پخوانیو مشرانو درناوی وکړی او داسی یو رهبر او مشر پیدا کړه چې هغه ستاسو د ټولو حقوقو غوښتوونکی او حامی وی.
په درنښت
                                شمله  ۱۳۹۰/۶/۳۱