کور / طنز / خپله ښځه هم کلا ده هم بلا !

خپله ښځه هم کلا ده هم بلا !

طنز
 د ملا شمو وعظ ځوان کړ هک پک
ښځه د آدم له چپه اړخه ده تارتورک
ښځه له اړه نادانه ، مینځه ده د سړي
دیموکراسي هغه د نر کړې تربوزک
هغه دورځي دکور نغری تودوي
  د نبي امت ډیروي اوروزی بالبچک
ښځه اونر دی دیوې میچنې پلونه
لاندې  پله یې عورته ده  اترک بترک
اجاڼې او حاجي کیدای  نه سي مساوي
تورسری خدای پيدا کړې تر نره مورک
 دشیطان استازی ده  ښځه په هر کور کي
خسرګڼي له ډک سینده تیروي تاغارک
واده کول دی د پشي او موږک لوبه
یا ختا سوم لوبه ده د پاچا وزیرک
کله به نر دپاسه وي کله به ښځه
دا کار له میړه جوړوي دموکراتک
ښځه ملایکه نه ده چې  والوځي اسمان ته
هغه یوازې نر ختاباسي په پرپرک
منکوحه باید پټه وي په دولاغو کي
لکه په تور نمکدان کې سپین نمک
 


دوستانو يي ورته ویل  :


زمری چې واده وکړي سي موږک
سپک سي هغه لکه د اوبو دسر زک
ارتینه دپښو له تر په غورځوي میړه
 کوره کوي ساز دمیړه  د ډولک
خوله په خوله کېږي ورسره عورته
ورکوي په هره خبره غوړ جرتک
دتورو باڼو، سرو شونډو باج غواړي
تل  به اوري خوارنر د نخرو ډزک
  دږیرې واک  به  دي سي د شهی
ستا نه به  جوړ وي یو میتازک
ټوله ورځ به  دي په لاسوکې مروړي
دخپلی کورنۍ جنګ ته لکه کرک
هغه به  خفکه  ناسته  وي په کوټه کي
تا به بام ته پورته کړي لکه چورندک
خسر ګڼۍ به دی سي د کور واکداره
دپلرګنۍ به دي خواړه سي تره تیزک
دکور غوړلوښي به ټوله په تا مینځي
ټوله ورځ به بدلوي د ماشوم غندک
یاره  اوس ددې واده لاسونه  پریوله
تل به دي لکه کرک وي ټک پرک
اوس په ګوتو ږغیږې له دوستانو سره
دواده وروسته به تل ستا  تندی  وي خیدک
خبرې به دي تل  اوپری پوپری سي
رنګ به دي تل  الوتی وي لکه زردک
د ښځو مینه ده میړه ته  ټینګه لغته
خدای دی وستاتي تا د داسي موشه خرک
که دي  ږیره د میرمني په لاس ورغله
درنه به جوړ کې  له موډه چینایي کوسک
ښځه ده د بړستن تنډه شپږه
 وینې به دې زبیښي لکه خمندک
***


ځوان غوږ نیولی و دې پنډل بیان ته
نه پوهیده څه وکړي ، وو، الاک دلاک
هغه اوریدلي وه دکور ډیوه ده ښځه
 ولي خلکو پسې اخیستی ووکوتک ؟
ښه ښځه دکرزي نیمه پاچاهي ده
ولي دکډه والو خبروکړی  دومره کزک
 له غیبه  یو ږغ واورید حیران ځوان
ویل  اې پوه ځوانه  مه کیږه مهیرک
ګنا ه نسته  دښځو دستوروپه مدار کي
هغه توپک غواړې چې ولري مردک
چې په نصیب یې سي خالي دوسره  ډول
هغه يي خود ډنګوي هره مهال تنبورک
ښځه به خود بابايي کوي پر هغه میړه
چې هغه وي  مورزاده ډیر مړخوږک
ښځه خدای نه ده پيدا کړی بده
که ېې میړه نه  وي له ازله  ژاولک
میړه به هله سي د میرمني بوټ پاک  
چې ډارن وی بې موراله  ځړوبک
ربابی له ځانه  خپله ډر جوړوي
 چې له لانده  لرګي جوړ کړي ناخونک
که څوک په بهر او کور کې وي غښتلی
په هغه کور کې نه راځي کله هم  تندک
 بله واوره هغه سړي لوړ مقام ته رسي
چې د میرمني په لاس کې یې وي کیزک
وروره خپله ښځه هم کلا ده هم بلا !
دچا  پاچا جوړ وي دچا خوار مزدورک
دچاجرات د پهلوان کړی د چالکه یزک
دچا ساکن جوړ کړی دچا دکوره ګریزک
پریولې خبره دا ده درته وایم رک
کله ناکله  ورته ښکار کوه سوک


دپښو له تر په لوېدل( ضعيف کیدل)،تارتورک ( سوغات). رنګ الوتل( خجل کیدل)، خوله په خوله کېدل( شخړه)، اوپری پوپری خبری( بی ارتباطی خبری) ،ډوزک( ټیزن)،کزک ( پاړسوب)،میتازک ( بولن)، ،ډزک ( بیهوده خبری) ،زک(د اوبو د سر خس )، ټک پرک( دمړز ږغ). مورک( کم عقل)، مهیرک( ساده)،خمندک (حشره)، تندک ( توند خویي اوټکر )، غندک( دماشوم وړنی)، الاک دلاک ( حیران)،اترک بترک (غریب)، تنبورک ( ډهل)، ، ،پرپرک ( دوزرد ښورولو ږغ)، ، پاچا وزیرک ( یوه  لوبه ).تاغارک ( جل وهلی اوتږی)، ناخونک ( رباب وهلو لرګی ) ، بالبچک ( د اولاد تصغیری حالت) ، دولاغی ( د چادری پرتوګ)،تربوزکـ( پوزبند یا مول)، رک ( واضح)،مړتګ ( مړمړ کیدل)، مړخوږک ( دسل ناروغی نیولی)