کور / تازه خبرونه / سوات:پراخ پوځي عمليات پېل شول

سوات:پراخ پوځي عمليات پېل شول

دشمالي پښتونخوا په سوات سيمه کې دپاکستاني پوځ له لوري پراخ پوځي عمليات پېل شول او دالړۍ لا اوس هم روانه ده . عمليات دسوات په بېلا بېلو برخو کې روان دي او حيني سيمه ييز وګړي وايي چې دعملياتو پر مهال ګڼ کسان نيول شوي دي . خو پخپله پاکستاني چارواکو لا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي . دعملياتو هدف په سيمه کې دطالبانو له منځه وړل او امنيت راوستل بلل شوي دي .