کور / تازه خبرونه / کندهار:دشاه آغاله زيارت څخه مېله کوونکې راروان شول

کندهار:دشاه آغاله زيارت څخه مېله کوونکې راروان شول

په مزاره شريف کې دسخي بابادجنډې له پورته کولو وروسته دجنډې پورته کولو لويه مېله په کندهار کې دخاکرېز ولسوالي په شاه آغازيارت کې کېږي چې په زرګونو کسان ونډه پکښي لري . دشاآغاجنډۍ چې پخوا به په ډېر جوش اوخروش پورته کېدله سږ کال هغسي نه وه اوډېرى خلک دکومي بدي پېښي له پېښېدو بېرېدل . او هلته دحکومتي لوړپوړو چارواکو شتون هم نه ترسترګو کېده . يوازي له خاکرېز ولسوالي څخه دولايتي شورا يوغړى او دخاکرېز ولسوال دجنډۍ پورته کولو مراسمو ته ورغلي وو. خو بيا هم په زرګونو کسانو هلته ونډه درلوده او بېلابېلي مېلې رواني وې . دشپې په تېرېدو سره دمېلو لړۍ څه سړه غوندي شوه او اوس له هغه ځاى څخه بېرته مېله چيانو دکندهار لورته مخه کړه .