کور / تازه خبرونه / کندهار: ديوې لويي چاودنې مخنيوى وشو

کندهار: ديوې لويي چاودنې مخنيوى وشو

دکندهار ښار په زړه کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه دبېلابېلو چاودېدونکو توکو جوړ ماين شنډ کړل شو . دغه ماين امنيتي پوليسو شنډ کړ او پوليسو وويل چې پخپله يې ځکه داکاروکړ چې دناټو ځواکونه دماين شنډولو ته په ځنډ رارسېدل . ماين دامنې قوماندانۍ ته نېژدې دخوسا توکو په کچره دان کې ځاى پرځاى شوى وو. پوليس وايي چې نن يې دکندهار دګڼو ښاريانو دمرګ ژوبلي مخنيوى وکړ . دکندهار اوسېدونکو هم دپوليسو ددغه عمل ستاينه وکړه .