کور / سياسي / ملیونر محتاج

ملیونر محتاج

بسم الله الرحمن الرحیم ـ بارک اوباما د جون پر ۲۲ د افغانستان او عراق د جګړو په هکله اعتراف وکړ چی « موږ په تیره یوه لسیزه کی په دغه جنګ کی یو ټریلیون ډالره مصرف کړي دي . » خو امریکایی پروفیسور او په اقتصاد کی د نوبل جایزه ګټونکي ( جوزف سټیګ لیټز ) او پروفیسوری لیندا بیلمز ثابته کړې ده چی د ترور پر ضد جنګ په څه باندی درې ټریلیونه ډالره تمام سوی دی .


که موږ د اوباما د اعتراف له مخی یو ټریلیون ډالره مدنظر ونیسو ، نو پوښتنه دا ده چی یو ټریلیون ډالره څنګه شمیرلای سو یا یې څنګه تصور کولای سو ؟ وګوری : شپیته ثانیې یوه دقیقه جوړوی . یو ملیون ثانیې هم ۱۱٫۵ ورځی کیږی . یو بلیون ثانیې هم ۳۲ کاله کیږی . آیا پوهیږﺉ چی یو ټریلیون ثانیې څو کاله کیږی ؟ هغه ۳۲۰۰۰ کاله کیږی . 


خو براؤن امریکایی پوهنتون د جون پر ۲۹ د عراق او افغانستان د جنګ مصارف ۳٫۷ الی ۴٫۴ ټریلیونه ډالره وبلل . آیا پوهیږﺉ چی دا څو کلونه کیږی ؟ دا ۱۴۰۸۰۰ کلونه کیږی !


اوس به یو ټریلیون ډالره د بلی زاویې څخه مطالعه کړو . که یو ډالری نوټونه سره کښېږدو ، نو یو ټریلیون ډالره به ۶٫۱ ټریلیونه انچه سی . که یې پر ۱۲ وویشو نو فټونه به راکړی ، او که یې پر ۵۲۸۰ باندی وویشو نو میل به راکړی چی هغه به ۹۶ ملیونه میله واټن سی حال دا چی لمر د مځکی څخه ۹۳ ملیونه میله لیری دی .


بلخوا ، د یو امریکایی ډالر بانکنوټ اوږدوالی ۶٫۱۴ انچه او پلن والی یې ۲٫۶۱ انچه دی او باریک والی یې هم ۰٫۰۰۴۳ انچه دی . که اوس دغه یو ډالری نوټونه په اوږدو سره کښیږدو ، نو لاندینۍ محاسبې به راکړی :


۱ ـ د ۱۰۰ ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به ۶۱۴ انچه یا ۵۱٫۱۷ فټه وی ؛


۲ ـ د ۱۰۰۰ ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به ۵۱۲ فټه وی ؛


۳ ـ د یو ملیون ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به هم ۹۶٫۹ میله سی ؛


۴ ـ د سل ملیونو ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به ۹۶۹۰ میله وی ؛


۵ ـ د یو بلیون ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به ۹۶۹۰۰ میله وی ( چی د مځکی پر سطح به څلور واره راوڅرخی ) ؛


۶ ـ د سل بلیونو ( یو ډالری ) نوټونو اږدوالی به ۹۶۹۰۶۵۶ میله وی ( چی پر مځکه به ۳۸۷ واره راوڅرخی ) ؛


۷ ـ د یو ټریلیون ( یو ډالری ) نوټونو اوږدوالی به هم ۹۶۹۰۶۶۵۶ میله وی ( چی د مځکی څخه تر لمره به هم څه زیات وی ) ؛



ښه ، آیا په یو ناګټونکي او نامشروع جنګ کی د دومره ستر مبلغ ضایع کولو څه خاصه لاسته راوړنه لرلې ده ؟


ځواب طبعأ منفی دی چی پخپله امریکایی مسؤلین یې هم اوس منی .


راسیً چی اوس همدا یو ټریلیون ډالره له بل پلوه هم وشنو . موږ پوهیږو چی یو ټریلیون زر بلیونه کیږی . که موږ یو ټریلیون ډالره په څلویښت فټه کانټینر کی و اوډو ، نو دا ټولی پیسې به په ۱۶۸ کانټینرونو کی ځای سی . که دغه ۱۶۸ ( څلویښت فټه ) کانټینرونه د قطار په شکل ودروو ، نو اوږدوالی به یې ۱٫۲۷ میله وی ( یو میل ۵۲۸۰ فټه کیږی ) . دا خو د افغان او عراق د جنګی مصارفو محاسبه وه . خو موږ پوهیږو چی امریکا ۱۴٫۳ ټریلیونه ډالره پوروړې هم ده . آیا پوهیږﺉ چی هغه اوږدوالی به څونه وی ؟ ځواب : هغه به د همدغسی کانټینرونو څخه جوړ ۱۷٫۸ میله اوږد قطار وی !


بلخوا ، که یو څوک د حضرت عیسی (ع) له وخته تر ننه ژوندی وای او هره ورځ یې یو ملیون ډالره مصرفولای ، نو تر ننه به یې هم دا یو ټریلیون ډالره نه وای ختم کړي .


 که په هره ثانیه کی یو ډالر مصرف کړو ، نو څه باندی یو دیرش زره ( ۳۱۰۰۰ ) کاله به وغواړی چی یو ټریلیون ډالره ختم سی ، خو امریکا دومره ستر مبلغ په صرف لس کاله کی ضایع کړ .


که همدا نن موږ د امریکا د هر بانک ، هری تجرۍ او هر جیب څخه ټول ډالرونه راغونډ کړو ، بیا به هم د امریکا ۱۴ ټریلیونه ډالره پور برابر نسی چی دا هر څه د افغانستان او عراق د جنګونو برکت دی .


په هر صورت ، نن موږ عملأ ګورو چی امریکایی امپراتوري د سقوط پر خوا درومی . وګورﺉ امریکا ورځ په ورځ په پورونو کی ډوبېدونکې ده او د خلاصون هیڅ ذریعه یې نه تر سترګو کیږی . دا ځکه چی تر اصلی پیسو ( چی په واک کی یې لري ) مصارف زیات کوی .


د ۲۰۱۱ مالی کال په نهو میاشتو کی امریکا د خپل هغه پور لپاره چی پر باندی دﺉ ، ۳۸۶ بلیونه ډالره فقط سود ورکړ حال دا چی اصلی پور ( یعنی ۱۴٫۳ ټریلیونه ډالره ) پر خپل حال پاته دی . واشنګټن د کاله ۱٫۷۳ ټریلیونه ډالره عاید لری خو مصارف یې ۲٫۷۰ ټریلیونه ډالره دي . نو ځکه یې ۹۷۰ بلیونه ډالره پور کړي دي . له همدې امله دا لړۍ هیڅ نه قطع کیږی بلکی ډیریږی . امریکا یو وخت ټولی نړۍ ته غټ غټ پورونه ورکول خو نن پخپله تر غوږو په پورونو کی ډوب دی . همدا علت دی چی امریکا ورځ په ورځ دیوال ته تخته کیږی چی انجام یې ښایی رکود او سقوط وی .


وګورﺉ امریکا په خپل تاریخ کی د لومړي ځل لپاره ( په افغانستان ، عراق ، پاکستان کی ) په داسی جنګ اخته ده چی کاملأ د پور په روپیو چلیږی . دا جنګ په څلور ټریلیونه ډالره ورته تمام سوی دی . واشنګټن همدا نن په افغانستان کی د میاشتی لس بلیونه ( یعنی د کاله ۱۲۰ بلیونه ) ډالره مصرفوی خو لاسته راوړنه یې تقریبأ هیڅ ده .


تیرو لسو کالو عملأ وښودل چی امریکا د انسانی خونریزۍ تر څنګ مالی خونریزي هم مخته بیایی او همدا مالی خونریزي به د واشنګټن پښې ژر یا وروسته انشاالله وښویوي او دغه پنډه بلا به د آسمان له غروره تر مځکني ګوره را خطا کړی  ، و ما ذالک علی الله بعزیز . والسلام ( ن ، صمد )