کندهار:دماين چاودني ۱۱ ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله
د کندها رپه ميوندولسواليو کي د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر د ماين چاودنه سوې چي پکښي د ښځو اوماشومانو په ګډون ٧ تنه وژل سوي او ٤ نور زخميان دي.
چاودنه نن ماپښېن څه باندي درې بجې ددې ولسوالۍ په عيز اباد سيمه کي سوې چي په پايله کي يې دوې ښځي،دوه سړي او درې ماشومان وژل سوي دي.
په دې چاودنه کي دوېنوري ښځي او دوه نور سړي ژوبل سوي هم دي او د درملني لپاره روغتون ته وړل سوي دي.
موټر د بمي چاودني پهپايله کي په بشپړ ډول له منځه تللى او حتى د موډل او نوم تشخيص يې هم ستونزمن سوي دي.د کندهار والي ددفتر لخوا په خپره سوې اعلامیه کي ددې پېښي مسوليت د سولي او ثبات پر دښمنانو اچول سوئ دی خو تر اوسه کومه ډلي ددې پېښي مسوليت ندی منلی .ددغسي پېښو پرمهال دپړې ګوته طالبانو ته ه نيوله کيږي چي ددوی په لاس د غوړيو په ډبو او بخار ديګونو کي جوړ سوي ماينونه ښايې بې وخته او بې هدفه هم چاودنه رامنځته کړي .خو طالبان وايي چي پر ملکي وګړو چاودني د ملي امنيت او بهرنيواستخباراتو کار دئ چي په دې توګه طالبان رنګ بدي کړي .