کور / تازه خبرونه / په لغمان كې د روغتيا او پاكۍ سیمينار پيل شو

په لغمان كې د روغتيا او پاكۍ سیمينار پيل شو

په لغمان كې د روغتيا او پاكۍ سیمينار پيل شو


د لغمان ولايت: د لغمان ولايت په مركز كې نن د تلی په 4 مه د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیوو ښوونكو ته د روغتيا او پاكۍ ترنامه لاندې دری ورځنۍ سیمينار د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست په تالاركې پيل شو.


دغه سيمینار چې د دغه ولايت د پوهنې رياست لخوا د يونيسيف مؤسسې په مرسته جوړ شوى دى پكې د مركز د ښوونځیو ۲۵ تنه ښوونكي ګډون لري.


په دغه سیمينار كې ښوونكو ته په دې اړه معلومات وركول كيږي چې څرنګه او له كومو لاره كولاى شي كوچنيان زده كړې ته تشويق او خپل نظافت ته متوجه كړي.