طالبان ادعا کوي چي له تيرونهه ورځو راهيسې دپروان ولايت غوربند درې دشينوارو ولسوالۍ په داير او کفشان دروکې بهرنیو او کورنيو عسکرو لخوا روان عمليات نن د درنو تلفاتو ګاللونه وروسته له بشپړې ماتې سره مخ او شاتګ ته اړ شول .
طالبان وايي د کمين بريد او ماينونو په ترڅ کي يې د ناټو څلور تانکونه الوزولي او څلوېښتو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده ، طالبان په دې جګړه کي د خپلو ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر هم تاييدوي .
دوی داهم وايي چي د ناټو د بمباريو په نتيجه کې ۲ښځې او يوماشوم شهيدان او خلکوته زياته اندازه مالي زيان هم اوښتی دی.
په دې اړه د ناټو يا دفاع وزارت لخوا ترا وسه جزیات نه دي ورکړه سوي .