کور / تازه خبرونه / دهلمندچارواکي:چاودنه مرګ ژوبله نه لري

دهلمندچارواکي:چاودنه مرګ ژوبله نه لري

دهلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وايي چې په مېله کې شوې چاودنه مرګ ژوبله نه لري او ښخ کړل شوى ماين دپوليسو پر موټر چاودلى دى .دى دغه کار دهيواداوسولي ددښمنانو کار بولي . خو له بلي خهو دپېښي په ځاى کې موجود عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې دوه پوليس په ژوبل شوي حالت کې ليدلي دي . خلک داخبره هم کوي چې پوليسو هم په ډزو دوه نورکسان ټپيان کړل خو دهلمند امنيه قوماندان ښاغلى انډيوال وايي چې په دغه پېښه کې هيڅ زيان نه دى اوښتى او يوازي دپوليسو موټر تخريب شوى دى .