کور / تازه خبرونه / ايساف:ياغيان مذهبي ځايونه دسپر په څېرکاروي

ايساف:ياغيان مذهبي ځايونه دسپر په څېرکاروي

دکندهار له هوايي ډګره خپره شوې خبر پاڼه وايي چې وسله وال ياغيان مذهبي ځايونه او مسجدونو دسپر په څېر کاروي .
دلته داسي يوحالت راپېداشوى چې وسله وال ياغيان مسجدونه او مذهبي ځايونه  دخپلو پټنځايونو په څېرکاروي . داسي پېښي اکثره وخت دکندهار ولايت دژېړۍ ولسوالي په سنګسار سيمه کې کېږي . ياغيان ANSF سره ترجګړه کولو وروسته تل مسجدونه دخپلو پټنځايونو په څېر کاروي . دوى مسجدونه دوسلو دترلاسه کولو لپاره هم کاروي او که دوى ونيول شي نو عام افغانان دي ملګرتيا نه کوي  خبر پاڼه زياته وي چې  که ددوى دپټېدو پر مهال مسجدونو ته تاوان ورسېږي  هم دا دوسله والو ياغيانو له کبله ده ، او امنيتي ساتونکي  په دې کار ملامت نه دى .
دISAF او ANSFسرتېري دمذهبي ځايونو په هکله ډېر احتياط کوي او کوښښ کوي چې مذهبي ځايونو ته تاوان ونه رسېږي. وسله وال ياغيان قستاً دمذهبي ځايونو څخه ډزي کوي او داکارونه دخپلې پروپېکنډې لپاره استعمالوي . دغه ډول يوه پېښه په مالمند کلي کې شوې وه چې يوشمېر ياغيان دوسلو سره پکښي ووژل شول . افواه اچونکي وايي چي هلته طالبان نه دي وژل شوي او دځايي اوسېدونکو څخه رښتيا پټوي.