کور / تازه خبرونه / خيبرايجنسۍ: منگل باغ خلک د نادرا له سرشمېرنې منع کړل.

خيبرايجنسۍ: منگل باغ خلک د نادرا له سرشمېرنې منع کړل.

خيبرايجنسي: په خيبر ايجنسۍ کې د لښکر اسلام مشر منګل باغ په ځايي ايف ايم راډيو اعلان کړى چې خلک دې د پاکستان د دولتي احصاييې له دفتر نادرا سره خپل نومونه نه ليکي او په سرشمېرنې کې دې برخه نه اخلي، که چا دغه کار وکړو نو د مرګ له سزا سره به مخ شي، نوموړي اعلان کړى دى چې حکومت دې په سيمه کې د بې گناه خلکو د وژنې غم وخوري او په خيبر ايجنسۍ کې دې د امنيت د ټينگښت لپاره هلې ځلې وکړي