کور / تازه خبرونه / د الياس ټلوال د پنځه کتابونو مخکتنه وشوه.

د الياس ټلوال د پنځه کتابونو مخکتنه وشوه.

پېښور: د پښتو ادبي چمن ټل او پښتو عالمي کنونشن لخوا د پښتو ژبې د ځوان ليکوال الياس ټلوال د پنځه کتابونو مخکتنه وشوه، د مخکتنې غونډه د پېښور د ايران د کلتوري خونې د خميني په هال کې تر سره شوه چې پکې د پښتو ژبې نامتو ليکوالو د کتابونو په ارزښت او د الياس ټلوال په ليکوالۍ خبرې وکړې.