د نرخ د ولسوال په موټر د ماين چاودنه وشوه.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 27th, 2011


پېښور: د افغان اسلامي اژانس د خبر له مخې د نرخ ولسوال د يوې چاودنې څخه بچ شو، د دوشنبې په ورځ د وردگ ولايت د نرخ ولسوالۍ د ولسوال پر موټر د ماين چاودنه وشوه چې ولسوال د چاودنې څخه روغ رمټ ووتلو خو يو ساتونکى يې ټپي شو، د وردگ ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې د هديرې په سيمه کې د نرخ د ولسوال محمدحنيف حنيفي پر موټر چې د ولايت مرکز څخه د مرکز په لور روان ؤ يو ځاى په ځاى شوي ماين پرې وچاودېدو، هغه زياته کړه چې چاودنه کې ولسوال ته کوم زيانه دى رسېدلى خو د هغه يو تن ساتونکى ټپي شوى دى.شاهد وويل چې په پېښه کې د ولسوال سپرلۍ موټر ته هم د کتنې وړ زيان رسېدلى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024