کور / کره کتنه / اسدالله خالد ته سرخلاصي ليک

اسدالله خالد ته سرخلاصي ليک

ښاغلي اسدالله خالد سلامونه اوښي چاري
غواړم يوه مهمه موضوع درته وليکم هغه څه چي پرون تا ويل چي زه به داداري فساد په ضد ډيره جدي مبارزه وکړم اوپدي کارکي به دهيچا خيال هم ونه ساتم.
خوهغه دچاخبره داګز اودايي هم ميدان اوس به وګورو چي تر څومره حده خپلو خبرو ته دعمل جامه وراغوستي شي تاته به معلومه وي اوياهم نه دنن دري اووني مخکي دکندهار دحج او اوقافو رياست دديني علماؤ څخه پدي نامه باندي امتحان واخست چي دحج لپاره معلمين ګماري اوغواړي چي داپروسه ډيره رڼه وښي اوسبا څوک ونه وايي چي پدي پروسه کي دحج او اوقافوريس صاحب خداي مکړه رشوت واخيست.
چي کله به مو دحج ا و اوقافو له رياست سره تماس ونيو دوي به ويل چي پارچي کابل ته تللي دي اوچي کله نتيجي راشي بيا به يي تاسوته اعلان وکړو.
هوکي:
درانه ريس صاحب ددي په ځاي چي پارچي کابل ته وليږي ترڅوهلته وکتل شي دخپلوهغويارانو اوانډيوالانو چي يا يي پيسي تري اخستي اويايي هم پخواني شناخته دي چي تراوسه يي بيت الله شريف ليدلي  هم ندي او دحج فرضونه ، سنتونه او واجبات نه پيژني دهغوي تذکري اوعکسونه يي وليږل  ترڅو وزير صاحب ددوي نومونه وګوري اوليست يي په خپل قلم امضآ کړي اوکندهار ته يي راوليږي چي دادي دحج معلمين دي اوس نوتاسو قضاوت وکړي چي داخو به خداي مکړه اداري فسادنه وي.
پدي هيله چي ويي ګوري اوکه ممکن وي خپل ځواب هم ددي ويبپاڼي له لاري موږته راوليږي


په درنښت