کور / کره کتنه / د طلوع افغان ورځپاڼي مسئولينو څخه جدي غوښتنه

د طلوع افغان ورځپاڼي مسئولينو څخه جدي غوښتنه

محترم د د لراوبر ويبپاڼي كاركوونكو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم. تل كاميابه او پياوړي وسي. وروره ستاسو څخه هيله كوم چي د ثواب په نيت دغه لاندي متن پخپله ويبپاڼه نشر كړي. او نوموړي ضميمه شوي عكسونه هم نشر كړي ترڅو يي ښكاره دليل وړاندي سي.


ملګري مي غوښتل چي د غرمې لپاره د خوړلو څه راوړي وروسته يو هوټل ته ورغلي او د هغې خوا يي په اخبار كاغذ كي پيچلي د كباب غوښه راوړه خو چي كله مي كباب  د خبار څخه را ايستي پر يو متن مي سترګي ولګيدلي (د كندهار په ارغنداب ولسوالۍ كښي د قرآنكريم د حسن قرئت سيالۍ ترسره سوه ۲ مخ) كله چي د پاڼي ۲ صفحه ته لاړم چي ګورم د قرآن عظيم شان مبارك اياتونه ليكل شويدي. نو پدې خاطر مي وغوښتل تر څو دا مسئوليت د غاړي واړوم. خو اول بايد ټولي چاپي ورځپاڼي بلخصوص د طلوع افغان ورځپاڼه چي د قرآن عظيم الشان اياتونه يي په ورځپاڼه كي ليكلي دي دا غوښتنه ځني وكړم چي بايد په ورځپاڼو د قرآنكريم اياتونه ونه ليكل شي دا د قران او ددين سپكاوي دي او د ټولو افغانانو سپكاوي دي ځكه چي كه ستاسو په ياد وي څو كاله وړاندي د ناټو د قواوو لخوا په خوست ولايت كي د ماشومانو د بازۍ ځني توكي د هوا نه اچول شوي وو چي په هغه كي داسي كوچني توپونه وو چي په هغوي باندي د سعودي عربستان بيرغ رسم شوي وو او په بيرغ كي كليمه طيبه ليكلي شوي وه خو چي كله دا خبره را پورته شوه نو صليبيانو وويل چي دا موږ د بي حرمتي په خاطر دا كار ندي كړي او بل څو مياشتي مخكي چي ټوله كندهار يي شاهد دي په امريكا كي د يو صليبي لخوا قران عظيم الشان وسوځول سو چي وروسته د كندهار په ګډون په مختلفو ښارو او هيوادو كي مظاهري وشوي خو نن يي پخپله تر پښو لاندي كوو نو اوس قضاوت تاسو وكړي چي زموږ او د هغه ترمنځ څه فرق وشو. خو لدې څخه په ښكاره توګه څرګنديږي چي هغوي زموږ د دين دښمنان دي او كه چيري دوي دا رنګه وويني چي موږ خپله د خپل دين سپكاوي كوو نو هغوي ته ښه لاره خلاصيږي. خو سربيره پردې مي د ټولو هيوادوالو او دوكاندارانو څخه هم دا غوښتنه ده چي د ورځپاڼو كارول دي په داسي شكل نه استعمالوي ځكه چي نوموړي كاغذونه په چټلي او په لارو كوڅو كي تيت اوپرك كيږي او په دغه ټولو كاغذونو د الله جل جلاله او زموږ د ستر پيغمبر حضرت محمد صل الله عليه وسلم پاك نومونه سته نو كه موږ ددغه كار مخنيوي وكړو په دې كي به د الله جل جلاله او حضرت محمد صل الله عليه وسلم رضايت وي. زه پوهيږم چي طلوع افغان ورځپاڼي به هم دا كار اشتباهي كړي وي خو په آينده كي بايد داسي تكرار نسي او كه تكرار سي بايد د دين علما په دغه اړه يو ثابت قدم پورته كړي ځكه چي پدې سره د اسلام سپكاوي كيږي، الله ج ناراضه كيږي او پدې سره د مرحوم صالح محمد هوتك روح نا ارامه كيږي. د نوموړي ورځپاڼي د هغي برخي چي د قرانكريم اياتونه پري ليكل شويدي عكسونه ضميمه دي.