کور / تازه خبرونه / هرات : د ملي پوليسو پر موټر بريد سوى

هرات : د ملي پوليسو پر موټر بريد سوى

په هرات ولايت کي د ملي پوليسو پر يوه رېنجر موټر دماين چاودنه سوې چي په پايله کي يې لس تنه ژوبل سوي او درې تنه نور وژل سوي .
ياده پېښه تېره ورځ د انجيل په ولسوالي کي د يوه زرنج موټرسايکل په وسيله رامنځ ته سوې .
امنيتي مسئولين هم پېښه مني او وايي چي په وژل سوو او ژوبلو کسانو کي ښځينه پوليس هم شاملي دي .
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلى .