کور / تازه خبرونه / محمودخان:د آی ايس آی دلاسوهنو په بندېدو سوله راتلائ سي

محمودخان:د آی ايس آی دلاسوهنو په بندېدو سوله راتلائ سي

دلراوبر د ارشيف څخه : محمود خان اڅګزی او عثمان خان کاکړ


د پاکستاني حکومت  له خوا راغوښتل شوي (APC) د ټولو پارټيانو کانفرنس کښې ٥٨ ګوندونو ګډون وکړو.دا کانفرنس د امريکې او نړۍ لخوا په پاکستان د حقاني نيټ ورک سره د اړيکو او دهغوي په لاس په ازاد افغانستان کښې د عملياتو په تور رابلل شوي وو.


د تېرو څو ورځو نه د امريکې سنيټران او نور ستر واکمنان وايي په افغانستان کښې چې کمې حملې کيږي د دې شاته د حقاني نيټ ورک لاس دى کم چې د پاکستان د خفيه اجنسيانو له خوا تقويه کيږي. او دا هم وايي چې د پاکستان دولت دې د حقاني نيټ ورک په خلاف عملي ګامونه پورته کړي که نه بيا به موږ په پاکستان کښې د دوي خلاف په خپله عمليات کوو. د دې بيانونو په نتيجه کښې د پاکستان دولت د ټولو پارټيانو کانفرنس راوغوښت چې په کښې ټول فوځي او استخباراتي مشرانو هم ګډون درلود.


په دې کانفرنس کښې د پاکستان د استخباراتو د مشر شجاع پاشا د خبرو په ترديد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محترم محمود خان اڅکزي ډېرې کلکې نيوکې وکړې او وۍ ويل چې که نن هم ISI يعنې د پاکستان خفيه اجنسي وغواړي نو په افغانستان کښې په يوه مياشت کښې امن راتلى شي. تر هغه وخته چې د پاکستان له خوا په افغانستان او نورو هېوادونو کښې مداخلت نه يي بند شوى افغانستان،پاکستان او ټوله خطه کښې امن نه شي راتلى.