کور / شعر / ســـمــــــــــــــــنـد ره

ســـمــــــــــــــــنـد ره


چي په ناز به در روان وم ستا د یــد ن ته
د چــــرتونوپه ټـــــا لو کي ستا لـــمن تــه
غـم به لیري رانه ولاړی ستا په غــيږ کي
هله بيا به زړه در توپ کړه ستا ګلشن تـه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
رانـــه ولاړه به غــــمونه ليري ليــــــري
یابه جــوړشوه نور جشنونه دوري دوري
د یا رانو په مجلس به زړګی ښا د ســــو
مطربان  له بغـــــلو نه ګــــــوري ګوري
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
هم نڅا وه هم سرود د ښـــو ځوا نانـــــو
ښه اشـــعار او شاعري دشـــاعــــــرا نو
وروګلوي وه اتحــــــاد په خپل قوت کي
ښه وعــــــــضونه به کيــــدل دعا لما نو
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
نا ببره د يخني توفـــــان را خــــپور شـو
ناعـــــلاجه غـــــم پاشلی په هرکور شـو
بي انصافــــه شعارونه را پيـــــــداشــول
ناکراره چیغي پورته شور ماشـــور شــو
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
هره ورځ نــــوي غـمونه کـــوټـــه کیږي
پرزړګي نــــــــوي دردونه میلمه کـــيږي
دهجرت او پرد یسي چیغي شـــوې پورته
تربګني هم دافـــــغان پــه پیڅـــــه کــیږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د بد لــــون نــوي فـــکرونه پـــه نړی کي
تاکتیکونـه الیـــشیږي پــــــــه بیــــړی کي
هد فونه ستراتیژیک نـورهـم محــرم شـوه
د وړیو اخـــــتلاف شــو په شــــــــړی کي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
ظا لــــمانو د مغـــــل نــــــقــاب اغــوستی
د ښمـــــــنا نو د ګرګين سيــلاب راوســتی
وچ لانده ټوله یـــوشان پــه سوځــل کـيږي
جهان سوز د خپــــــل پلان حجاب اخستی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د تاريخ پـــه اوږد پړاو کښي  ښه څرګنــده
د ظـــالم شکست حتمي وي پـــــه بـــربنــده
کــــه ښکرونه دهــــرچا بیــخي تیـــــره وي
ما تیـد ل یې الــــــهي وي پـــــه زغـرنـــد ه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
په هرځاي کی مځکه سره زموږ پرشپه شوه
تاريکي دهــــري لــــوري  پرخـــــپره شـوه
لاره ورکــــه هـــر څوک مخ پر بیـــد یا شـو
کلي کــــور کې د تـوښې پرسر دعــوه شـوه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د خروش ډ کي سينې را تـوفـا ني شــــــوې
سمند ر زړه کي ریښې را طــــغیا ني شـوې
ســـونا مي دهــــــيچا زړه ته نه لـــــويد لــه
خـــــير ولاړی ټکي بیــا را  اسما ني شــوې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دالله دستـــر قــــدرت ژونـدی مـــــــثا ل دی
دژوندون اخــــــــر زوال نـــری شـما ل دی
ټول نيـمګړي تــــــــلاښونه بــــه ما تــیـږې
امانزيـه د تــــوبې کـــمکی محـــــــــا ل دی
۲۵نومبر ۲۰۱۰