دناټو هليکپټر تر ويشتل کېدو وروسته بېړنۍ ناسته وکړه

د لراوبر اداره | سپتمبر 30th, 2011


ناټو وايي چي د افغانستان په جنوب کي يې نن يوه پوځي هليکپټر تر هغه وروسته بېړنۍ ناسته وکړه چي د وسله والو لخوا د سپکي وسلې په مرميو وويشتل سوه ، دوی وايي چي په دې هليکپټر کي زخميان لېږدول کېدل چي ددې پېښي سره مخ سوه خو تر کښېنستوسمدستي وروسته ناروغ سپرلۍ او د الوتکي امله دناټو د بلي څرخکي لخوا د ايساف نژدې ترين مرکز ته ولېږدول سول . ناټو وايي چي د پلټني ډله سيمي ته ستنه سوې ده او په پېښه کي مرګ ژوبله نده رامنځته سوې . ناټو د پېښي دقيق ځای ندئ ښوولئ.


طالبانو تر اوسه ددې پيښي په اړه څه ندي ويلي خو تر دې مخکي ذبيح الله مجاهد لراوبر ته ويلي وه چي وسله والو يې نن ماځيګرقضا مهال بګرام هوايي ډګر په دوو ميزايلو ويشتلی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024