کرزى: د طالبانو پر ځاى له پاکستان سره خبري کوو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | اکتوبر 1st, 2011


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د علماوو شورا له غړو سره په ليدنه کي وويل چي د طالبانو پر ځاى به له پاکستان سره د افغان سولي په باب خبرو ته دوام ورکړي.
ولسمشر کرزي وويل داسي ښکاري چي د سولي د شورا مشر په دې خاطر وژل سوى وي چي د سولي دپاره رواني هلي ځلي له خنډ سره مخ سي.
ښاغلي کرزي وويل د طالبانو د مشر او د هغوى د شورا ادرس معلوم نه دئ، ځکه له هغوى سره خبري ګټه نه لري او د هغوى پر ځاى بايد له پاکستان سره خبري وسي.
ولسمشر کرزي وويل دوى ځکه له پاکستان سره خبري کوي هغو کسانو چي د طالبانو استازي ځانونه ورته معرفي کړي ول، د سولي د شورا مشر يې وواژه.

Copyright Larawbar 2007-2024