کور / تازه خبرونه / څلور امریکایی پوځیان ووژل سول

څلور امریکایی پوځیان ووژل سول

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) خبر ورکوی چی د دوو جلا جلا حملو په ترڅ کی څلور امریکایی پوځیان ووژل سول . درې ورځی مخکی په غزنی ولایت کی د ماین چاودنی درې امریکایان والوزول او څلورم شپږ ورځی مخکی په وردګ ولایت کی مخامخ ویشتل سوی و چی وروسته د زخمونو څخه مړ سو .
په دې سره د سپټمبر په میاشت کی د امریکایانو تلفات ۳۸ ته ورسېدل .