کندهار : د ملګرو ملتو د پرمختيايي پروګرام کمېټه تاسيس سوه

عطاالله محمدي | اکتوبر 2nd, 2011


په کندهار کي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام UNDP ولايتي کمېټه تاسيس سوه چي کندهار والي به يې مشري پر غاړه ولري. په دې کمېټه کي به د دې پروګرام اړوند ټول کسان برخه ولري او د پروژې پر څرنګوالي او ښه والي به کار کوي .
په دې اړه په جوړه سوې لومړۍ غونډه کي د دې ادارې د ټولو څانګو د کارو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل سول . او په د دې پروګرام په اړه وويل سوه چي د نوموړى پروګرام مخ کي هم په دې ولايت کي خپل کارونه ترسره کول چي تر دې دمه يې د پرمختيا په برخه کي اړيني پروژې او د پياوړتيا له پاره له دولتي ادارو سره مرسته کړې .
کندهار والي دا يو پر ځاى کار وباله او زياته يې کړه چي ټولي اړوندي پروژې چي مخکي به خپله دوى تطبيقولې تر دې وروسته د ولايت مقام او سکتوري ادارو سره شريکېږي .

Copyright Larawbar 2007-2024