کور / تازه خبرونه / د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۸۰۰ ته ورسېدل

د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۸۰۰ ته ورسېدل

پنتاګون لږ شېبه مخکی اعلان وکړ چی طالبانو په تیرو پنځو ورځو کی څلور نور امریکایی پوځیان هم ووژل . دوه چی مرین غښتلي پوځیان وو ، د سپټمبر پر ۲۸ په هلمند ولایت کی ووژل سول ، درېیم چی د خاصو ځواکونو کوماندویی تکړه پوځي و ، وړمه ورځ په زابل ولایت کی ماین والوزاوه ، او څلورم پوځي هم وړمه ورځ په جنوب کی له منځه ولاړ .
په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو ټول تلفات ۱۸۰۰ ته ورسېدل چی ۴۱ یې په سپټمبر کی او دوه یې هم د اکتوبر په روانو درو ورځو کی وژل سوي دي .