کور / شعر / ګډي وډي

ګډي وډي

نه دې خوندونه په خندا کښې شته دی
نه مې دردونه په ژړا کښې شته دی


هم اوبه ډیرې دي هم تندې ډیرې
اوس هم حسین په کربلا کښې شته دی


ښکته وي نیغه او په سر کښې کږه
د بوډا عکس په همسا کښې شته دی


څه له اسمانه راکوزیږي خو نه
د قام راهبر په ما او تا کښې شته دی


په خیمو نه راځي ماڼۍ ځلوي
خدایه تیاره دې په رڼا کښې شته دی


دا سیمه خوره په احتیاط احتیاط
دلته هډوکی په حلوا کښې شته دی


د حورو ذکر د شرابو فکر
مستي په رند هم په ملا کښې شته دی


زه ډیراني یم ډیرانونه ګورم
کان د یاقوتو مې په خوا کښې شته دی


ته ورته مه وایه راځي عندلیب
دا کمزوري دې په لالا کښې شته دی