دعثماني سلطنت په زړه پوری داستان (۲۸) مه برخه

مختار احمد احسان | اکتوبر 4th, 2011


ددې په زړه پوري داستان تېره برخه له دې ځايه ولولی

د ډوډۍ په سر  اختلاف (۲)



«  سونیا  څه خبره شوې  ده ، نن خوستا  په څیره کې  اندیښنې  راولاړې  شوې ښکاري . ماته ووایه ، زه به دې دغم  دبدلیدو  هڅه  وکړم . »


خو سونیا د ځواب  ورکولو په ځاې  په ژړا او واویلا پیل وکړ. سر یی دمارسي په سینې کیښود ، مارسي خپل  لاس دهغې   په ملا  کیښود اوهغې ته  یی  دقرار  ورکولو  هڅه پیل  کړه…..سونیا ژړل خومارسي خاموشه وه . داسې بريښیده چې هغې  سونیا ته د ژړا کولو  فرصت ورکاوه ….. په همدې وخت کې د سونیا دګوتې  لاس چې هغې  په خپل   وجود کې  پټ کړې و په غیر اختیاري توګه  بیرون  را ووت . او دمارسي سترګې  پرې  ولګیدې …. دمارسي  سترګوپه  سرسري توګه   دسونیا دا ګوته  وکتله   خو جدی  یی ونه ګڼله  . خو لږه شیبه وروسته دمارسی  سترګې  یو ځل بیا  په دغه ګوته  باندې  ور ونښتې  اوس نو مارسی په ډیره  جدي توګه  د سونیا  په   لاس  کې  دغې ګوتې  ته کتل . دهغې په زړه کې دماضی  یادونه  را څرخیدل ….دهغې سره د مارتها  هغه  یادګار  ګوته وه  چې مارسي  قاسم ته ورکړې وه .  نو په دې  فکر کې  چې هسې نه چې دهغې  سترګې  فریب وخوري  نو د ګوتې په  جوړښت  باندې  یی  غور  کول پیل کړل ، خو دا همغه ګوته وه . وجود  یی  په لړزان  شو ، سونیا یی  په دیر احتیاط  سره را  سمه کړه  او په خپل  هیجاني کیفیت  یی   قابو پیدا کړ  اوبیا  یی په ډیرې نرمې  لهجې سره  سونیا ته  وویل :


« ګوره  سونیا !  ….. دداسې  ژړاګانو څخه  څه نه جوړیږي … اوس  چپ  شه  ، شاباس .. اوماته  ووایه چې  څه خبره شوې ده .؟»


مارسي خپلې پاکې  ګوتې د سونیا په مخ  ووهلې ، اوس نو سونیا خپل  ځان  ډیر  سنبا ل کړې و، رانیغه شوه او کیناسته . اوپخپل  لاس  کې یی  په ګوته کړل  شوې ګوته  را مخته کړه  اوسسټر میري ته یی وویل :


« ته خودا ګوته  ویني که نه !  داماته  هغه  ځوان  راکړې  چې د پریښتو په څیر  پاک  انسان دې  ، هغه د قسطنطنیی اوسیدونکې  نه دې ، دبیرون څخه راغلې دې ، خو سیسټر  …..زه  څه وکړم ….؟ ما په هغه  خپل  زړه بایلودې  دې . خو نه  زما په وس کې ده او نه مې په اختیار  کې  چې زه  هغه  دخپل ځان کړم . هغه یو راهب  دې اوزه  د یوه  چرچ    خادمه  یم ….. سستر  !  زه  خپل  ځان دهغې وړ نه  وینم  ، زه به  هغه ته  څنګه  ووایم چې  زه ښه  نه  یم پاته شوې  …..  هغه ډیر  ښه  دې ….»


خو مارسی  د څه اوریدو ته تیاره  نه وه . هغه په خپل ځاې  باندې  لکه د تیږې  په  څیر  جامده ناسته وه ، هغې ته په خپلو سترګو او غوږونو باور  نه و ، هغې په تیرو  اوو کلونو کې ډیر زیات ژړلي و، ډیرې  سجدې یی کړې وې ، ډیر لمونځونه  یی کړي و  اوپه پټه پټه یی  دغه تیر اوه کلونه د الله  تعالې په مخ کې  ډیر  ژړلې  وخو هیڅکله یی د خپل  فریاد  ځواب  نه و اوریدلې . خو نن  ېې په ناڅاپې توګه قاسم ته د خپل  اړخه ورکړې  ګوته  وکتله . سونیا ورته ویلې چې هغه ځوان  همدلته  د ې او دا دمارسي له پاره ډیر عجیبه  لمحه وه  ، ځکه قاسم  بلکل دهغې  سره نژدې و ، د هغې د زړه  ددرزهار  انداز  هم بدل  شوې و ، دا درزهار  لمړۍ  دیوې  راهبی  د زړه  اواز و  چې  دټولې دنیا د دنارینه و  څخه یی ځان  یوې خوا  کړې و او دخپل پروردګار  سره  یی مینه  پیدا کړې وه ، خو نن یی  زړه په یوه بل انداز کې  درزیده او دا  دیوې ځوانې  پیغلې  د زړه  درزار و  چې  د کلونو کلونو راهیسې یی دخپل محبوب   کتلوته   لیوالتیا درلوده .   هغې  یقین  نه  شو کولې  ، په دې  فکر کې شوه چې کیدې شي دا ګوته  دبل کوم کس لاسو ته ورغلی وی او تر دې  ځایه را رسیدلي وي،په دې اساس  یی په پوره  ناقرارۍ  سره دسونیا  څخه وپوښتل :


«  دهغه ځوان  راهب  قواره او څیره  څه ډول ده …. ایا ته یی ماته  ویلې شې ؟ »


سونیا ددې خبرې په اوریدو سره  ټکان  شانته وخوړ  خوبیا  یی دقاسم  څیره مخته راوړه   اوپه ډیره ښه توګه یی  هغه  تعریف کړه . اوس نو سونیا هم  ډاډمنه  شوې  وه  چې تعریف کړل  شوې راهب  پخپل  قاسم بن هشام دې . دمارسی کیفیت  هم  بدل شو .  هغې  غوښتل چې همدا اوس  او همدا شیبه  راپورته شي  اودقاسم په لور  ورمنډه کړي .د قاسم په  غیږې کې  سر ور ننباسي او دزړه  له کومې  وژاړي  اوهغه ته ووایی  چې …..« درځه !  …..ټول هر څه پریږده او ما ددې  ستونزمن   ژوند څخه  بیرون کړه ….» خوهغې داسې نه شواې کولې . هغې سونیا له یاده  وویسته او د خپل  تیر پخواني ژوند په  یادونو کې  را ونغښتله . هغې یوه یوه خبره رایادوله .« لاله شاهین »  یادګار ، دقاسم کور ، د قاسم  خندانه  ورندار  ، د قاسم وریرونه …. اوبیا  یی خپله مور  رایاده شوه . او بیا  یی   یو ناڅاپه ذ هن  و درید اوپه دې فکر کې شوه  چې  هسې نه چې ډیمونان هم دقاسم په لاسو وژل شوې  وي. او بیا یی همدا فکر په زړه کې  پوخ  شو چې  قاسم  دلته قسطنطنیی ته د راتلوسره سم ډیمونان وژلې  دې ، خو هغه  وخت چې هغې اوریدلې و چې  دسلطان مرادخان  زوې  سلطان محمد خان  په تخت د کیناستو نه وروسته  په قسطنطنیه باندې دحملې کولو ګواښ کړې دې نودهغې  په  دعاوګانوکې هم ډیرښت راغلې و . هغې به شپه او ورځ دخپل مالک  تر مخه  همدا دعاوې کولې  چې  هغه ورځ  ډیره  ژر  راوړې  چې سلطان محمد په قسطنطنیه باندې  حمله وکړي ، هغه  په دې  هم ډاډمنه وه چې دسلطان په لښکرو کې به  قاسم  بن هشام  هم  ورګډ وي ، په تیرو اووکلنو کې به مارسی  ډیروخت په دې حیرانه  وه  چې ولې یی قاسم د لټون  هڅه  نه ده کړې . هغه په دې پوهیده چې که چیرې  قاسم یی دلټون  هڅه وکړي نوپیدا کیدل به یی ورته  ستونزمن نه وي اودهغې  سره  کتلاې شي . خو نن  ډاډمنه  شوې وه چې  قاسم  دهغې  پل  تعقیب  کړې ،  اوس نو دقاسم د کتلو له پاره  نا ارامه وه  خو دصبر  لمن  یی  پرېنښوله .او خپل وقار  یی په ځاې  وساته  اوسونیا ته یی وویل :


«ډیر ښه …..اوس نو تا  دهغه سره مینه  پیدا کړې ده . خو دا  راته ووایه چې هغه هم  له تاسره مینه کوي اوک نه ؟»


«هو کوي  یی !  او ډیره  زیاته یی کوي ، خو هغه مجبور دې  ، هغه وایی چې زه تاته  جسماني محبت نه شم درکولې   ،ځکه چې زه یو راهب  یم ، خو روحاني محبت  درکولې  شم ،هغه ماته روحاني محبت راکړې  دې ،اودا ګوته دهغه دمحبت  نښه ده . خو سسټر میري ، زه په دې نه پوهیږم چې روحاني محبت  څه ته وایی ؟ تا ته  به معلومه  وي ، که څنګه ؟ »


مارسي  یوه  پوهه  او رسیدلې  پیغله وه . هغه په ډیره  اسانۍ سره دخبرو بیخ ته  ور رسیدله . هغه په  دې فکر کې وه چې  قاسم دې  نجلۍ ته  قصدا  دا ګوته ورکړې ده  تر څو یی تر ما پورې  را ورسوي . او زه یی و پیژنم . دا دقاسم  له اړخه  یو ډول  پیغام و . مارسي  دقاسم دپیغام څخه  ډیره خوشحاله شوې وه  ، خو هغه په  دې  ډیره خفه  وه چې  دا ناپوهه  سونیا هسې  په هسې د قاسم  په  محبت کې را نښتې ده .  په ناڅاپې توګه د قاسم  په ذهن کې یو خیال راغې  او سمدلاسه یی سونیا ته وویل :


« ډیره  ښه ! ….. هغه راهب  اوس  له تاسره  روحاني محبت کوي . زه تاته یوه خبره  درښیم  ، ته یی  هغه ته وکړه  …. نو هغه  به پرتا نور هم  ډیر مهربانه شي …. خو تر هر څه لمړۍ زما یوې خبرې ته  کلک  غوږ  کیږده .چې خپل  ځان دهغه په مینه کې  دومره  مه لیونې کوه ،هسې   نه چې  خپل یی نه کړې اوبیا یی دجداوالې غم  هم و نه  شې  زغملې ….»


سونیا  مسکۍ شوه  اوبیا یی په ډیره  بې صبرۍ  سره ورته وویل : « ماته هغه خبره  وښیه  چې  راته  دې  یی دښوولو ژمنه کړې وه  . » ته خو پخپله د یسوع  مسیح  راهبه یی .  نو تاته  به دمحبت  په اړه  څه معلوم  وی ؟ » معلوم  نه شوه چې ولې د مارسي په شونډو باندې  عارفانه  مسکا را پیدا شوه . هغې یوه اوږده ساه واخسته  اودهغې  خبره یی  تکرار  کړه  اوویی  ویل :


« هو !  ته سهي وایی .  ماته  به   د محبت  په اړه څه  معلومات وی ؟»


سونیا داسې  وانګیرله چې  د سسټر  زړه  یی خفه  کړ.  سمدلاسه یی بښنه وغوښتله ، اوبیا یی په زارۍ کونکې  لهجې سره وویل « سیسټر  ! که چیرې ماته بښنه وکړې  نوبیا راته  ووایه چې  ماته څه ویل غواړې ؟ »


مارسي د یوې  لمحې  له پاره د سونیا په څیرې باندې سترګې  ور ښخې کړې  اوبیا یی ورته وویل :« ته هغه  ته ووایه …..  د لاله شاهین کوترې  الوتې دي .. کله چې  نیلا  اوبه  سرې  شي نو بیا به خپلو کورنو ته بیرته راستنې شي .»


سونیا  په ډیره  حیرانتیا سره د  مارسي  خبرې  واوریدې . یوځل یی هڅه وکړه دا الفاظ  په خپله ژبه  باندې تکرار کړي  او ځان  پرې  پوه کړي  خو بیا یی په حیرانونکې  توګه   وویل :


« سسټر ! دا څه خبره ده ؟ …. زه خو پرې هیڅ  پوه نه شوم. د لاله شاهین  کوترې  زمونږ دمحبت  سره  څه اړیکي لري ..»


« ته ددې  جملې  په مطلب  پوهیدل  پریږده  اودا  یو ډول روحاني  منتر  و ګڼه . ماتاته د محبت  یو یادګار پیغام در  ښوولې دې . دا  دیو چا دمحبت  پیغام  دې …… او ډی زیات اغیزمن دې …»


سونیا پرې بیا هم  ونه پوهیده  خو د سیسټر میري  پیغام یی  په ژبه  یاد کړ .


د ایاصوفیا  د پادریانو  غونډه چې ماسپښین  څخه پیل  شوې وه  دشپې تر ناوخته پورې  یی دوام وکړ . په دې غونډه کې د قسطنطنیی ټولو پادریانو  برخه  اخسته وه . اوټول  په دې خبره ډیر په قهر و  چې ولې  شهنشاه  ددواړو کلیساو د ګډې  غونډې له پاره  کارډینل اسیډرو   د مشر  په څیر  ټاکلې دې . دا خو د ایاصوفیا  دبطریق  له پاره  سپکوالې دې . دقسطنطنیی ټولو مذهبې مشرانو  په ګډه  دا پریکړه  وکړه  چې هغوې به د  غونډې په ورځ  د شهنشاه تر مخه  احتجاج  کوي . او کله چې  ددواړو  کلیساو  دغه غونډه خپل  اوج ته رسیږي نودوې  به یی په همغه   شیبه کې  بایکاټ  کوي او ناکاموي به یی . دا حقیقت  و چې  دښار د خلکو  زړونه او دماغونه د کلیسا دمذهبي   مشرانو په لاسو کې و . خلک  ددې  حالاتو په کتلو سره  مجبور  و دمذهبي مشرانو  لورې ته مراجعه وکړي  ځکه همدې مذهبی  خلکو ، عوامو ته  د هغوې دپیسو ، سرو او سپینو زرو په مقابل کې  د جنت  ټکټونه ورکول . دا ډاډمنه وه چې که چیرې  ټولو پادریانو دشهنشاه په خلک   راپارول  نو خلک  به  لکه د اور سکروټې  ګرزیدلې وې . په دې  اساس  د  بطریق اعظم  سازش  بریالی شو  او ټولو پادریانو  ورسره په دې اړه   ژمنه وکړه ….


کله چې  دشپې  غونډه پاې ته ورسیده  نو قاسم د بطریق اعظم څخه  اجازه واخسته اوپه خوشحالۍ  سره د خپلې کمرې  په لور ولاړ. دهلیزونه ټول  خاموشه  و او ډیره  کي  خلک  په خپلو خونو کې ویده شوي و.


قاسم  په زینو وخوت او دویم منزل  ته  ولاړ  خو معلومه  نه ده چې  دویم منزل  ورته ولې دومره   وران ویجاړ  ښکاریده . دلته  هم  په  دیوالونو او دروازو  باندې  دمشالونو په رڼاو   پتنګانو  نڅاوې کولې . کله چې قاسم  په لمړي موړ کې  را وګرزید  نو  یو سورې لرونکې شکل یی وکوت   چې  ښې او چپ  لورې  ته یی  حرکت کاوه …… داسې  څرګندیده  لکه کوم کس  چې یو ناڅاپه کومې  خوني ته ور ننوځي … قاسم   سخت  متوجه شو .


په حقیقت کې  قاسم   د غونډې د جریان  نه وروسته  د ګڼ شمیر  پادریانو  سره  دد ې ستر مقصد دترلاسه کولو له پاره د یوځاې  پاته کیدو  تبلیغ کاوه . اوتر دې وخته  پورې  بطریق اعظم او نور  ستر پادریان  خپلو خپلو کمرو ته  ورغلي و. کله چې  د ښاره راغلې د کوچنیو کلیساو   پادریان  رخصت  شول  نو دشپې لمړۍ برخه  تیره شوې وه  او په هغه وخت کې د ایاصوفیا دغه برخه  لکه دقبرستان  په څیر   خاموشه پرته وه .


قاسم   په داسې  حال کې  چې  ویښتان یی  په بدن  را پورته  شوي و  د دهلیز  څخه  تیر شو او خپلې کمرې ته ورسید . خو کمرې  ته په  ورنیژدې کیدو  سره یی  چې کله  وکتل چې  دکمرې  دروازه  یی  پرانستې ده نو حیرانتیا یی نوره  هم زیاته شوه . قاسم  په ډیر احتیاط  سره  خوني ته ور ننوت   خو په کمره  کې هیڅوک  هم نه و .  البته   دکوټې  ټول  سامان  یی خپور ور  شوې  و  او داسې بريښیدله  چې چا  یی  سامان  ټول  پلټلې دې . دقاسم  ذهن  سمدلاسه دبطریق  شاګال  په لور ولاړ  ځکه د نن سهاره  څخه هغه  شاګال  نه و کتلې . قاسم  خپل  سامان  راټول  کړ  او بیرته  ولاړ او  ویده شو . خو خوب یی د سترګو څخه  لرې  تښتیدلې  و . اوس  نو هغه دډیرو  عجیبو حالاتو سره مخ  و ، تر هغې  چې ددندې پورې  یی اړونده  وه  نو دقاسم کار  د وړتیا وړ  و . خو تر هغې  چې دمحبت  پورې  یی اړه  درلوده  نو  لا تر اوسه  دقاسم  هڅو او  کوششونو کومه  د ډاډ وړ نتیجه  نه وه  ورکړې . قاسم دخپلې خوني  دروازه  د دننه  څخه وتړله  او  په  خپلې   بسترې باندې  پریوت. اوبیا  معلومه  نه ده چې څه وخت  به یی  سترګې  ورغلې وې . کله چې دقاسم سترګې  ورغلې  نو دقاسم دکوټې  کړکۍ  کې یوحرکت  شانته  پیدا شو،دا یوه ډیره درنه کړکۍ  وه  او  د یوه  نری  اواز  سره  سم خلاصه شوه .


دمشال  په ګرزیدو کې  په کوټه کې  دهرشي  سیورې  په  حرکت  راغلې و ، کله چې کړکۍ پرانستل  شوه نودمشال  رڼا دکړکۍ یوې لورې  ته  هم  ور وعځیده . اوپه دې توګه  تر مخه  سیورې  هم  رڼا شو . لږ وروسته دغه سیورې  د اواز  دپیدا کیدو پرته  د قاسم  د کوټې په  لور  را روان  شو ، د قاسم کوټې ته راننوت او  کړکۍ یی د ځان  پسې  بنده کړه ، دشپې  دویمه برخه  هم تیریدونکې وه ، د ایا صوفیا  ټوله وادي په  خوب کې  غرقه وه ، هرې لورې ته  چپه چپتیا وه  او  د ستنې  د  غورزیدو  اواز هم اوریدل  کیده . خو دقاسم په خونه کې موجود  سیوري هیڅ  ډول اواز   نه  راپیداکاوه .  سیورې  چې کله د قاسم  تر پښو  را ورسید نو یو  دم   تم  شو  د رڼا سیور ې  په سیوري باندې  پریوتې  و . په دې اساس هغه  سیورې نه و  بلکه یو  ژوندې  انسان  و . کمرې  ته  د راننوتلو سره  سم  یی دخپلې  خولې   پرده  لرې کړه   رڼا و ښووله چې هغه  سونیا وه .  سونیا د  «ایاصوفیاء » جذباتي  کنیزه .


سونیا د قاسم په قدمونو کې کیناسته   او دهغه  لوڅې  پښې  یی   لکه دلیونو په څیر  کتلې . د قاسم وجاهت ، د هغه قدو قامت  ،دهغه ځواني  اوښایست  ….ټول هر څه  لکه دسپوږمۍ په  څیر ځلیدل . سونیا غوښتل   چې ورشي او دقاسم  تر څنګ  څملي .. خو کوم  نالیدلې قوت هغه ددې کاره منه کوله  ، هغه تر ډیره پورې د قاسم په پښو کې ناسته وه، بیا راپورته شوه او دقاسم  په پښو باندې  ورښکته شوه اوهغه یی ښکل  کړې ….. په همدې وخت کې دقاسم  سترګې  را خلاصې  شوې ،خپلې  پښې یی کش  کړې  او راپاڅید اوکیناست :


« دا څنګه  حرکت دې ؟ ….سونیا !  دا  ته یی؟ …. په دې وخت کې ….؟ اوبیا  زما په خونه کې ؟ …»


سونیا ورته په خپلو شونډو  لاس کیښود  او  د خاموشه پاته  کیدو اشاره یی ورته وکړه . اوپه ډیره خاموشانو توګه یی  ورته  داسې وویل لکه څوک چې منتر  وایی  ……


«  د لاله شاهین کوترې  والوتې ….. کله  چې  نیلا  اوبه  سرې  شي  نوبیرته به  خپلو کورنو ته را وګرځی ..»


قاسم یو ناڅاپه په خپل  ځاې باندې  ګونګ  سونګ  کیناست .  دا خو نیغ  په نیغه دمارسی پیغام و . دهغې  د جسم  هر  رګ دخوشحالۍ  نه په نڅا کې و.دهغه  نه دا  ویر شول  چې  دا  دشپې  دویمه  برخه ده  او سونیایی په کمره کې ځانته  ورسره ده. هغه  راټوپ کړ  او په بستر کې  نیغ کیناست  او په ډیره  بې تابۍ  سره یی د سونیا  څخه وپوښتل .


« څ…څ…… څه …..تا ……. تا  څه وویل ؟ یو  ځل بیا یی ووایه !»


سونیا  یوځل بیا وویل « د لاله شاهین کوترې  الوتې دې  او کله چې  نیلا  اوبه  سرې شي نو بیرته به خپله ځالو ته را ستنې  شي .»


قاسم دمارسي په پیغام و پوهیده . مارسي ورته همدا ویل  چې  کله چې  په ابناې  فاسفورس کې دعیسوي فوځیانو ویني وبهیږي  نو دې سپین  روبې  راهبه  به هم د خلاصون  لاره  بیامومي  …


دمارسي پیغام د قاسم  په زړه کې  نوې  روح  را وپاراوه ، دا لمړې ځل و چې  هغه  ته په  محبت کې بریالیتوب  تر لاسه کیده . هغه د خوشحالۍ نه  جذباتي  شوې و  ، مخته راغې اوخپل لاس  یی د سونیا په اوږه  کیښود ، سونیا   د انار دګل    په څیرتکه سره شوه  .  قاسم سونیا ته وویل:


« سونیا ! تا نن  زما  زړه  د مینی  نه ډک کړې دې ، نن چې ته  له ماڅخه هر څه غواړې  اوله   ماسره ویی نو زه به یی  هرو مرو  درکړم »


سونیا په زړه کې  سسټر میري ته دعاګانې  پیل  کړې  ، ځکه هغې ورته د قاسم درام   کولو  له پاره منتر  ښوولې و . دسونیا زړه د مینی اومحبت نه   درزیده .اوپه خپل  قسمت  یی   ناز  کاوه . سونیا د قاسم دخبرې په اوریدو سره په شرارت  سره وویل :


« ریښتیا ؟ ……ایا ریښتیا دې  چې هغه څه  چې  زه  یی وغواړم  ته  به یی  هرو مرو راکوې ؟ »


« هو !  بې شکه  ، ما چې  کومه  ژمنه کړې ده  هغه  به  خامخا  پوره کوم »


« نوبیا  ما دخپل  ځان  سره  ملګرې  کړه »


قاسم  حیران  شو  ځکه دسونیا  خبره  ذومعنې  وه . قاسم  ډاډ من و  چې هغه   به ترې محبت  و نه غواړی ،ځکه چې قاسم یو راهب  و   اوهغه  په دې پوهیده . خو هغې  دخپل  ځان سره  یوځاې  دده ملګرتیا غوښتې وه . قاسم وویرید  او ناڅاپه  یی  د سونیا په لور وکتل :


« دا ته  څه وایی ؟…. ته خو پوهیږې  چې زه یو راهب  یم  »


« نو څه وشول  چې راهب یی ؟   که یو راهب  واده  نه شي کولې  نو ما سره  خو نزدیکت  کولې شي  ؟  زه  غواړم  ستا په قدمونو کې سر کیږدم او دټولې نړۍ  څخه په بې خبرۍ  کې ژوند و  کړم ……»


دقاسم حالت د کتلو وړ  و . هغه  په خپل  جال کې را نښتې  و .  هغه په  وختي توګه د سونیا د  ټالولو   له پاره  په یوڅو ټکو تکیه وکړه  بیا  همغه  څو ټکي  د سونیا د راتلونکې ژوند له پاره  د ټولو ستره  تکیه وګرزیده .. قاسم ورته وویل: 


« سهي ده نوبیا د قسطنطنیی  د جنګ  پورې انتظار وکړه ، که چیرې مسلمانانو  جنګ  و ګاټه  نو زه به درته  تکیه  و ګرځم . او که  چیرې هغوې ناکامه شول  نو بیا به   دې له ځایه   وکاږم .»


دقاسم دغه جمله  دهغه د فکر  له مخې بلکل په ځاې  و ه اوقاسم  په خپله زړه کې همدا ډول  پریکړه کړې هم وه  چې هغه  به  په دواړو حالاتو کې دغې  غمځپلې  پیغلې سره کومک  کوي، سونیا ددې خبرو په اوریدو سره یو دم  د خپل  مستقبل  په خوبونو کې  ډوبه  شوه . قاسم ورته یوځل بیا وویل :


«  لیونۍ !  ته اوس  ولاړه  شه ،شپه ډیره  تیره شوې ده   او تر ډیره  پورې زما په کمره کې ستاپاته کیدله  سهي نه ي ….»


« ولي  سهی نه دي ؟  دلته  ته کوم داسې  راهب  وني   چې  دشپې  یی   خونه  په ښایسته نجونو نه وي ښکل کړل شوی..»


« زه  ستا  تر مخه ولاړ یم ،  او ته  پوښتې  چې داسې کوم راهب  شته  چې پاک لمنې وي ….ماته ووینه  ، زه پاک لمنې یم . په دې خاطر  ته اوس  خپلې  کمرې ته ولاړه  شه ….»


دسونیا زړه خو نه غوښتل  خوپه  ډیره ناخوالې توګه  دهغه دکمرې څخه ووتله او دتلو تلو په وخت کې یی قاسم  ته په  ډیرو حسرتناکو سترګو سره کتل . کله چې  سونیا ولاړه  نو قاسم  لږه شیبه  وروسته دخپلې کمرې  دروازې  ته روغې  اودهغه  ځایه بیرون وکتل ، دهلیزونه  وران ویجاړ  معلومیدل، هغه  شاوخوا  وکتل اوبیا یی  سترګې  په هغه  اوږود   دهلیز باندې ور  ونښلوې ، خو  ددهلیز  په اخرې  برخه کی یی  د چا  په کتلو سره    هک  پک  حیران  پاته شو ….. ځکه  هلته  ډیر  لرې   شاګال  بطریق ولاړ و. دمشال په رڼا کې  دهغه  سره  څیره   د ورایه  ځلیده ، قاسم ته دهغه  سترګې    لکه د اور   د بڅرکو په څیر  ډاګیزه  کیدې ، هغه  دقاسم په لور  متوجه  و  اوپه  ډیره کرکجنه توګه  یی دقاسم په لور  کتل . پخوا  له دې چې قاسم  څه وکړي  ، شاګال  یو  دوه  قدمه  مخته ولاړ او د قاسم دسترګو څخه یی  ځان  پټ کړ . دقاسم   د ملا په هډوکې کې  یوډول  برقي  امواج  راپیدا شوي و، هغه  بیرته کمرې  ته  راستون  شو او دخپلې کمرې دروازه یی د دننه څخه کلکه  بنده  کړه . قاسم په خپله  بستره باندې  څملاست خو د شاګال  دواړه  سرې  سترګې یی په ذهن کې  وې  او دهرې  لورې  یی کتلې . بلاخره  قاسم خپل سر په زوره  وواهه  او بیا یی  سترګې پټې کړې  او د  ویده کیدو  هڅه یی وکړه خو اوس  خوب دهغه  څخه  ډیر  لرې تللې و.


بله ورځ  اخری ورځ وه ….. ځکه چې د هغې په  سبا  په کلیسا کې  د دواړو کلیساګانو یوه  ګډه  غونډه جوړیدونکې وه .هلته په کلیسا کې  ددې غونډې دګډونکونکو له پاره  نوې کرسۍ  خپریدې ، د عبادتځاې  پرته  نور ټول  سالون   ددایرې په څیر  په   دوه  سوه  څوکیو  ښکلې  کړل شوې  و .  په چوترې  یی د غونډې  د مشر او شهنشاه  له پاره دوه  ستر تختونه  ايښودې و ، دسالون په منځ  کې یو ستر  اوپراخه  میدان  جوړ  کړل  شوې و ، نن د ایاصوفیا  د پاکولو کار  روان و . ځکه  چې  یوه وروسته یی د یونان او روم ددوو کلیسا ګانو تر منځ   دجوړ  جاړی او اتحاد  له پاره خبرې کیدې . خو قاسم غوښتل دا  اتحاد  له  منځه ولاړ شي  ، نن  یو ځل بیا قاسم د بطریق  اعظم  په لار  ښوونه د فوځ د سالار  نورټاس د کتلو  له پاره ورغې . قاسم   د غونډې د خرابولو په خاطر  سپه سالار د سخت  قدم اخستو  له پاره تیار کړ . دهغه  ځاې د بیرته راستنیدو په وخت  کې  قاسم  په  ډیره   نا محسوسه  توګه د یو شمیر  پټو دوستانو سره  دکتلو له پاره هم ورغې . خو کله چې  قاسم دخپلو ملګرو سره دکتلو وروسته بیرته را روان و  نو دبازار  په  منځ کې  یی خپل خادم  ډیوډ  تر سترګو شو ، قاسم  تندې ته  ټک  ورکړ ،چې هسې نه چې ډیوډ دهغه په تعقیب  پسې راوتلې وي ،دغه فکر  قاسم ډیر  نا ارامه کړ . هغه  پخپل همدې  فکر کې را روان  و او په دې توګه د ماسپښین نه مخته  ایا صوفیا ته را ورسید ، په ایاصوفیا کې  دغونډی  له پاره تیاری  خپل  اخري پړاو ته رسیدلې وه اودسالون دهرې ستنې سره  مشالونه  روښانه شوي و .


قاسم په  بیړه بیړه  خپلې کمر ې  ته ځان ورساوه …. ډیوډ  لا تر اوسه  دهغه  د ذهن  څخه   نه  و  وتلې . دقاسم د راتلو څخه  لږ ه شیبه وروسته  هغه  لیونۍ  پیغله  یوځل بیا دقاسم  تر مخ  ولاړه وه ، دراتلو سره سم ترې  قاسم وپوښتل :


« ډیوډ  چیرې دې ؟ »


« نه پوهیږم  ، نن سهار  مې یو ځل د بطریق  شاګال  سره کتلې و . هغه  وخت هغوې دواړه  د ایاصوفیا څخه  بیرون   روان و ..» 


دقاسم په زړه  کې ډول  ډول اندیښنې  راولاړې  شوې . هغه  دکوم خطر څخه  نه ویریده  خو په دې اندیښمن و چې هسې  چې دخپلې دندې د پاې ته رسیدو دمخه   یی  کار  شنډ شي ، قاسم  سونیا ته د بیرته تللو اجازه ورکړه  اوپخپله دبطریق  اعظم د کمرې په لور  ور   وخوځید. هغه  دغه  زوړ  بطریق  ته   د نوټاراس   دبسپنې په اړه  ډاډ ورکړ   خو کله یی چې بطریق  اعظم  په اندیښنو  اوفکرونو کې ډوب  وکوت  نو په ډیر احتیاط  سره یی  ترې وپوښتل :


« مقدسه پلاره !  ته ډیر اندیښمن معلومیږې  ، زه   ستا د اندیښنو د لرې کولو له پاره  د هر خدمت کولو ته  تیار یم . »


زوړ  بطریق د قاسم په  لور په ډیر غور او دقت سره وکتل  او بیا یی  په  لږڅه  اندیښمنه  توګه وویل : « هو!  ریښتیا هم زه  ډیرپه  اندیښنه کې یم . سبا ددواړو کلیساګانو  غونډه  جوړیدونکې ده  اوشهنشاه  هوډ کړې  چې په  هر صورت کې به د رومی کلیسا سره  اتحاد کوي ، زه په دې فکر کې  یی چې  د رومی کلیسا  دواکمنۍ نه وروسته به د  هیوادپه کوم  کونج  کې  ځان  پټوم ….»


قاسم د لږ څه غور نه وروسته   عرض وکړ « مقدسه  پلاره !   ته   اندیښمن کیږه  مه ،دقسطنطنی  دټولو فوځونو سالار  نوټاراس  ماته  ډاډ  راکړې چې  هغه   به په هیڅ  قیمت  شهنشاه پرې نږدې  چې  دا  یووالې  راوړې .»


دقاسم دخبرو وروسته  دبطریق  حوصله  لږ  څه په ځاې  شوه اوبیا  یی  قاسم خپلې خواته  کیناوه او تر ډیره پورې یی ورسره  په  مختلفو  موضوعاتو خبرې   اترې کولې … خو په هر صورت  هغه  مضطرب اوپریشانه  وه ،  هغه  قاسم ته دقسطنطنی   او ایاصوفیا  په اړه   ډیرې  د راز   خبر ې وکړې  چې قاسم ته  یی  دسلطان په لور  دلیږلو  اړتیا احساسیده .


غرمه   سسټرمیري   دخپلې خادمې  په  خوله باندې    سونیا  ته ځواب  ولیږه  ، سونیا بې  له ځنډه  د سسټر میري  خوني ته  راغله   نو  سسټر میري په  ډیره خوشحالۍ  سره  هغې ته ښه راغلاست ووایه . او په  مصنوعي توګه   یی  ترې  لږ  څه  ځان  مرور   شانته کړ .


« سونیا !  ته ډیره   مطلب  پاله  یی …..  هغه نسخه  چې ما پرون  تاته  ښوولې وه  نو بیا دې زه دهغې  دپایلو څخه   خبره  نه کړم ….»


سونیا ته  د سسټر میري په څیر د یوې  بزرګې  اوعابدې ښځې  په دې  سلوک باندې  حیرانتیا پیداشوه . ځکه هغې دسسټر میری په مخ کې  یو بل رنګ  کوت . اودا  د پریښتوپه څیر دپاکوالې په ځاې باندې  بل ډول  رنګ  و . خوبیا  هم دسسټر میري په خبرو  باندې   سونیا  خجالت  شانته شوه  او په خندا یی  وویل :


« سسټر ! …..ستا نسخه ډیر ه   بریالۍ  وختله . اوس نوهغه ځوان  راهب  په   پوره  توګه زما په موټې  کې  پروت دې . زه چې کله وغواړم هغه د ایاصوفیا  څخه  دخپله  ځانه سره یو ځاې ویستلې شم.»  سونیا په هواکې  خپل  موټې  پرانست  او ویی  ویل .  مارسي لږ څخه  ځوړنده  شوه . غوښتل  یی څه ووایی چې سونیا ورته یو ځل  بیا وویل : « خو سسټر !  زه  چې نن  تا وینم  داسې  راته بریښي  چې  په تا کې  د دغو وچو مناجاتو  او عباداتو څخه  لږ  نور څه  هم شته . سسټر  ! نن  ته د یوې  راهبې په ځاې   یوه  ښځه  ښکارېږي.»


سونیا  په شرارتناکه  توګه  ډیره  ستر خبره  کړې وه … اوس  نو مراسي ته  هم  د خپلو احساساتو په اړه  احساس  پیدا شوې و  ،په خپل  ځان یی   کنترول  پیدا  کړ اوبیا یی وویل :  «  نه !  داسې څه خاص  خبره نه شته ،  ما خو ستا  دخوشحالۍ  له پاره دا ټولې خبرې  کولې ….»


لا تر اوسه پورې  به د سونیا او مارسي تر منځه  نورې  خبرې هم  کیدلې  چې په دې وخت  کې ډیويډ  چې د سونیا  د لټون  پسې ان  د مارسی خوني ته رارسیدلې و  نوپه دې خاطر  سونیا دمارسي  سره خپله خبره په نیمایی کې پریښوده  او دډیویډ  سره  ولاړه .


قاسم  د شپې  تر ډیره پورې د بطریق  اعظم سره   په خبرو  مصروف  و  اوبلاخره د ټولو اموراتو  د جوړښت  نه وروسته بیرته خپلې کمرې ته راستون شو او په خپله  بستره کې و غوځید.


بله ورځ د سهار دلمر دراختو  نه سمدستي وروسته  دقسطنطنیی د ایاصوفیا  دکلیسا تر مخه   د امرانو ، رئیسانو،  وزیرانو ، دسلطنت  دمشرانو ، د شاهي کورنۍ ،  دزمکنیو اوبحري  قواو  دمشرانو او  دروم د کلیسا  د پادریانو  بګۍ   په  کتار  کتار  په  دریدو شوې . کانفرس  ماسپښین پیلیدونکې  و ، هغه ګډون کونکي چې راغلي و نو هغوې  په خپلو خپلو  ځایو  کیناستل. د ایاصوفیا سالون د ماسپښین نه مخته دخلکو څخه  ډک  شو ،  اوبیا  «چوبدار»  ددروازې  تر مخه   اعلان وکړ چې لږه شیبه کې به دمعظم  شهنشاه  بګۍ  را ورسیږي. د ایا صوفیا  بطریق اعظم  او د سلطنت  نور  اراکین  ټول  راغلل تر څو دشهنشاه  استقبال وکړي، قاسم هم دبطریق  اعظم سره یو ځاې  راغې . په دې وخت کې د شاهي  ساتونکې ډلې  سالار  د شهنشاه استقبال کونکو ته  په دوو  خواو کې  د دریدو  لار ښوونه وکړه .


تر ټولو دمخه  قاسم ته  دسل کسو سپرو  یوه  ډله تر سترګو  شوه ، دا ډله په  ډیره منظمه  توګه  را روانه وه ، د آسونو سرونه یی پورته  او  په پوره  مستۍ کې  شنړیدل. ددې  معنې داوه  چۍ  شاهي  بګۍ  رارسیدونکې ده . ددې آسونو  شاته  یو ځانته  اس سپور   چې بازنطینی  بیرغ  یی په لاس کې و ،  پړکیدونکې لباس یی په تن و  او خپله  لوڅه توره یی   په هوا  کې خوځوله  هم را روان و . دهمدې  سپور  شاته د  قسطنطین  شاهي بګۍ  هم را  روانه وه . دلرګي په دې بګۍ  یی  د سروزرو  تارونه  ګیېولي  و ……د بګۍ  دواړو  اړ خونو ته  پردې  پرتې وې  ، ددې پردو   خواوې  لږ څه راپورته کړل شوې او شهنشاه  په کې د ورایه  ځلیده ، کله چې دقاسم  سترګې په قسطنطین  ور  ونښتې  نو سمدلاسه یی د رسول الله صلې الله علیه وسلم  دا حدیث  ذهن ته راغې  …..اذا هلک  قیصرا   فلاقیصر بعده ……. کله چې قیصر  هلاک کړل شي نوبل  قیصر  به بیا نه راځي … قاسم   په همدې  فکر کې و  چې   دا  همدا قیصر دې  چې د هلاکیدو وروسته به یی بل  نه راځي . دقاسم سترګې د قیصر په  څیرې ور نښتې وې، دا یوځوان  هلک  و  چې  مخ  یی لکه  دزمري په  څیر ښکاریده  او سترګې  یی لکه  دپړانګ  په څیر  را وتې وې .


کله چې شهنشاه  دبګۍ  څخه را ښکته شو  نو قاسم دهغه  د تنومنده جسم په کتلو سره  حیران  پاته شو ، دا په  یقیني توګه  دکوم  عیش و عشرت کونکی پادشاه وجود نه و . دقسطنطین په سر د بازنطینی  سلطنت  یولس سوه کلن  تاج  ایښې و . دبازنطینی  سلطنت  لمړۍ  قسطنطین دهمدې  تاج  دپه سرولو په اساس پادشاه  شوې و، قسطنطین په پوره بیړه ولاړ اوایاصوفیا ته ورننوت . دشاهي بګۍ شاته په پرلپسې توګه درې نورې  بګۍ  هم  راغلې  ،په دې بګیو کې  د شاهي کورنۍ ښځیه  مشرانې  سپرې وې . په منځنۍ بګۍ کې  ملکه  او په  دوو نورو  کې   شهزاګۍ  سپرې وې ،دوې هم دبګیو څخه را کیوتل  او دایاصوفیا  دننه ولاړل .


دشهنشاه  د ور رسیدو سره سم دایاصوفیا غونډه پیل شوه، دایا صوفیا  بطریق اعظم د یوه میلمه پال په څیر  د غونډې کار روایی  پیل کړه . په هال کې ټولې  چوکۍ  دیوې  دایرې په شکل  کې  ایښوول شوې وې ، په  ځاې ځآې کې  د چوکیو دمنځه دتیریدو  له پاره لارې   جوړې کړل  شوې وې ،په دې توګه  ددوه سوو  وګړو دغه دایره په څو برخو ویشل شوې  وه .  دا ویش  یی داسې کړې و چې ددواړو کلیساګانو  مذهبي مشران یی په بیلو بیلو  برخو کې  کینولي و،د راهبانو او ننانو له پاره په دایرې کې  ځانته نور ځایونه   جوړکړل شوي  و . شهنشاه  ، بطریق اعظم او کارډینل اسیډرو  په چوتې  باندې   ایښول  شوو  لوړو  کرسیو باندې  ناست و . دشاهي کورنۍ  ښځې هم د ننانو ترڅنګ  ناستې وې  او د غونډې  جریان  یی  ځاره ….. د کلیساګانو د ویش  له کبله  ددایرې  هره  برخه په ډلو ډلو ویشل شوې  وه  .  دچوترې تر مخه   او ددایرې  ترمنځه  په مخکنې  ځاې کې  د فوځونو سالار   نوټآراس  ته  ځانګړې  ځاې   جوړ کړل شوې و …..


د ټولو ترمخه بطریق  اعظم پورته  شو او د « مقدس کتاب  انجیل» څخه یی  لږ ولوسته .اوبیا یی  خپله پرانستې  وینا واوروله . بطریق  په خپلې  وینا کې وویل :


درونده  شهنشاه  او د غونډې   معززو ګډون کونکو !


په  تاسې دې  خداوند دخپل  رحمت  سیور ې وکړي ….


نن  دا غونډه  د قسطنطنیی د شهنشاه ، دبازنطین  د تخت  وارث ،  بهادر، یولسم قسطنطین  چې  دروم  په قیصر   مشهور دې …… په حکم دلته رابلل  شوې ده …..


د «رومن کتولیک»  او  « دي هولي ارتوډکس چرچ» تر منخه   اتحاد او یووالې د دروند شهنشاه  یواځنې  ارزو ده  ، تر څو ددواړو کلیساو تر منځ  یووالې راشي ، منافرت  او ډله بازي  له منځه  ولاړه شي . ددواړو  کلیساو  ترمنځه   دغه اختلاف  د نهه سوه کالو  راهیسې  روان دې  ، معظم شهنشاه او دهغې  نیکونه او غور نیکونه ټول د  « دي هولي ارټوډکش  چرچ»  ریښتونې  پیروان  دي  .  عظیم قیصر ،  « جسټینیڼ »  د ډیر و زیاتو  مصاروفو  په واسطه   د ایاصوفیا   دغه  ماڼۍ  اباده کړه  چې اوس  په کې مونږ ټول  ناست یو .


تاریخ  ګواه  دې  چې  قسطنطنیی د خداوند یسوع  مسیح   بلنې  ته   تر ټولو  لمړۍ  لبیک  ویلې و . په دې خاطر  د قسطنطنیی چرچ دخداوند یسوع  مسیح د لمړنیو  منونکو څخه دې .  تاریخ ددې  خبرې ګواهي  هم ورکوي  چې  دیولسمې  پیړۍ  په صلیبي جنګونو کې قسطنطنیی  په لکونو شهیدان  ورکړې دي  او په دې توګه  یی دخپل ریښتونې عیسویت  ثبوت وړاندې  کړې دې . همدا  راز  تاریخ ددې   هم ګواهي ورکوي  چې د یسوع مسیح  تر ټولو  لمړۍ کلیسا  په اروپا کې همدلته  جوړه  شوه . اوهغه  هم  لمړني قسطنطین  د ډیرو  ښکلو لرګیو څخه  اباده کړې وه . اوبیا  پیړۍ  پیړۍ  مخکې  د ایاصوفیا یو ډیر ستر بطریق   اوزمونږ دټولو مقدس  پلار  قسطنطین ته یو  زیرې  ورکړې و چې  تاسې  ټول  ترې  خبریاست  ، خوزه به ددې خبرې  یادول  اړین وګڼم  «  زمونږ مقدس  پلار   زیرې  ورکړې و ، چې یوه ورځ به دترکانو خلک  قسطنطنیی ته را ننوځي  اود رومیانو پسې  به  ان  د صوفیا سینټ   تر هغې  ستنې پورې و رسیږي چې د قسطنطین دپادشا په نامه مشهوره  ده . بیا به دهمدې  ځایه د ترکانو  مصیبتونه  پیل شي ، ځکه چې په دې وخت کې به داسمانه  یو پریښته  توره  په لاس  راښکته شي …..«ګبن»


درنو میلمنو ! ددې اسماني الهام  مقصد بلکل  څرګند دې  اوهغه دا چې یواځې   د ایاصوفیا  کلیسا ددې  ښار  دپایښت  او خوندي ساتنې  ضامنه ده . نن  دشرق اوغرب  ټول  عیسوي  مذهبی  مشران  دلته په  ایاصوفیا کې  موجود  دي ، مونږ دسلطان محمد خان  په مقابل کې ددواړو  کلیساو په یووالې    هیڅ   ډول  نیوکه نه کوو . مونږ  ته  به  د ډیرې خوشحالۍ  ځاې وي چې   زمونږ پخواني ورونه  (  رومیان )  خپل  بدعات   پریږدي   او زمونږ سره  بیرته  را یوځاې شی …..


د « دي هولي ارتو ډکس  چرچ  » په ریښتونې  توګه د عیسویت  نماینده دې . دد ې نه  علاوه ، زه  د معظم  شهنشاه  په  وړاندې   په پوره  درنښت سره   عرض کوم  تر څو  دغه   غونډه په خپلو  خبرو سره پرانزي . تر څنګ  یی  ور څخه غواړم  چې د غونډې د صدارت  د اعلان په وخت کې  د یوناني کلیسا « ایاصوفیا»  حرمت  او تقدس  د خپل مبارک  آند  څخه و نه غورزوي .  ددې سره  خپلې خبرې  پاې ته رسوم …. شکریه .»


بطریق  اعظم  په خپل ځاې کیناست او شهنشاه  د غونډې  د صدارت  اعلان  وکړ . هغه د  بطریق  اعظم   غوښتنه  له  سترګو  و غورزوله او کارډینل  اسیډرو  یی  د غونډې  رئیس  اعلان کړ . د شهنشاه ددې اعلان سره  سم د یوناي کلیساو  پادریان په خپلو  کرسیو کې  په  بنګسیو کې اخته شول ، اوس  نو غونډه پیل شوې وه  ، شهنشاه  تر هر څه  لمړۍ  دغونډې  اهداف او موخې بیا ن کړې  او  ددواړو  کلیسا د یووالې او د قسطنطنیی  څخه د دفاع  له  پاره  یی  ددې یووالې په اهمیت  باندې   اږوده  وینا  وکړه . شهنشاه  دخپلو خبرو په  جریان  کې  د ایاصوفیا  پادریانو ته   د ارامو کیناستو مشوره  ورکه   او په مختلفو  جملو کې یی دهغوې  دپوهولو هڅه  وکړه  او هغوې ته  یی  د ډاګیزه کړه چې  د روم  دپاپا  او غربي اروپا  مرسته د قسطنطنیی د خوندي ساتلو  او دفاع  له پاره  څومره اړینه  ده . په حقیقت کې  شهنشاه ته دکلیسا ګانو تر منځ  د مذهبي اتحاد  اویووالې  څخه  دغربي  اروپا مرستې  ډیر ې مهمې وې . په دی خاطر یی غوښتل ددواړو  ډلو ترمنځ  اختلافات  له  آنده  و غورځوی او د ټولو عیسویانو د یوځای کولو هڅی وکړی .په حقیقت کی دقسطنطین  فکر ډیر په ځای و . دا عیسوی نړۍ  بدقسمتی  وه چی دهغوی  دملت په مرکز باندی حمله  کیدونکی وه  خو هغوی تر اوسه  هم  په اختلافاتو کی    غرق  پراته  وو. تاریخ  ګواه  دی  چی  هغه  قومونه هیڅکله هم ژوندی نه دی پاته شوی  چی خپل  مرکز  له یاده وباسي  او په خپلو منځو کی ډلی ډلی شي . رسول  الله صلی الله علیه  وسلم  په مدینی منوری  کی  دمنافقینو له خوا جوړ شوی د (ضرار جومات)  په دی خاطر له منځه  یوړ چی  الله تعالی  هغی ته  په قران کریم کی د تفرقی  او ضرر رسونی نوم   ورکړی و .


په قسطنطنیی باندی  ډیر قوی او ځواکمن دشمن  حمله کونکی و . او تر ټولو ستره خبره  داوه چی  قسطنطنیه د اروپایی عیسویت  تر ټولو ستر مرکز  و . خو ددی  سره بیا هم  د جنګ  په ورځو کی  ددوی تر منځ اختلاف  په  لوړه کچه و . بطریق  په خپلو خبرو کی  دا ډاګیزه کړی وه  چی …..که د  رومن کتولیک چرچ    خپل بدعات  پریږدي  نو دوی به ورسره  اتحاد وکړی …. خو  شهنشاه  ددی برعکس  ټول عیسویان د  ګډ دښمن د خطر څخه ویرول  او ددوی تر منځ  یی د یووالی  هڅه کوله . د شهنشاه  د آند سره   د فوځونو سپه سالار  ګرانډ ډیوس نوټآرس  تر ټولو زیات مخالفت کاوه ، هغه په خپل  ځای کی پورته شو  اودشهنشاه  ترمخه یی  ډیره ګستاخي وکړه  او په  دغی ستر ی  غونډی کی یی  هغه  ته  په ډاګیزه  توګه  وویل :  « که چیری معظم شنهشاه ددی خطری او ګواښ  احساس کوي چی په قسطنطنیه  باندی  به  مسلمانان   ولکه وکړی ،نو زما په آند دا  دومره سترګواښ  نه دی ، ددی  نه ستر ګواښ  په قسطنطنیه باندی   د ظالم پوپ  ولکه ده . ….. زه  غوره ګڼم چی په قسطنطنیه   کی د کارډینل  د (خولۍ )  په ځآی  د ترکانو  (لونګۍ ) ووینم .  (عثمانی دولت)


د نورټاس  خبرو په  غونډی  باندی  ډیر سخت اغیز وکړ .  دیوی لحظی له پاره  ټول  حیران  پاته  وو . ټولو د قسطنطین  سترګو او مخ  ته کتل . د شهنشاه  مخ  لحظه په لحظه لکه د اور په څیر سور ګرزیده . نورټاس د شهنشاه په مقابل کی  ډیره  ګستاخی کړی وه . خو شهنشاه  په خپله  چوکۍ  کی تاو  راتاو شو او په خپل ځآی کیناست . دا ځای دهغه  دربار هم نه و  چی  جلاد ته یی  حکم کړی وای  ترڅو د نورټاس  سر  له تنه  غوڅ کړی . دا خو مقدسه کلیسا  وه  اودلته د چا وینه تویول  حرام و و . دبله اړخه  شهنشاه  هم نه غوښتل  چی په دی  حساس وخت کی  د نورټاس په څیر  تجربه لرونکی  جرنیل  له لاسه ورکړی . په دی خاطر شهنشاه هیڅ  هم و نه ویل . د نورټاس په خبرو  او د شهنشاه په مقابل کی  دهغه  په دغه ګستاخۍ باندی  که له یوه اړخه شهنشاه  سخت  غصه کړی و د بله اړخه  یی د رومن  کتولیک  پادریان  هم  په غضب  شوی و ، خو د یونانی کلیسا پادریان پری  ډیر خوشحاله و و .


نورټاس  اوس هم شراب  څښلی و  او دشرابو په نشه کی ډوب و او دخولی څخه یی همغه الفاظ  راوتل چی قاسم  په ډیره مینه دهغه  په ذهن کی ورځای کړی و و . قاسم  په خپلی  کرسۍ باندی  خوشحاله ناست و .


نوټاراس دخپلو خبرو وروسته بیرته   کیناست، دهغه دکیناستو وروسته کارډینل  اسیډورد لمړي ځل له پاره راپورته شو  او غوښتل  یی  چی څه ووایی .:


«درنو حاضرینو ! زه د پوپ جان نکلسن  ځآنګړی  نماینده یم . قسطنطنیه  یواځی ستاسو له پاره  د اهمیت وړ نه  ده ، زمونږ له پاره  هم همدومره  داهمیت وړ  ده. هغه زیری  چی  بطریق  اعظم دخپل  تقریر په دوران کی وکړ  خو هغه   مقدس بطریق   په پوره توګه  بیان  نه کړای شو . پوهیږم  چی  ستاسی  ډیر وبه  ددی زیری په اړه  اوریدلی  وی  خو  زه  به یو ځل  بیا د مقدس پلار دغه زیر  تاسی ته  تکرار کړم :


پرلپسی لري …..

Copyright Larawbar 2007-2024