کور / تازه خبرونه / سويډن : د نوبل د طب نړیواله جایزه درېیو ساینس پوهانو وګټل

سويډن : د نوبل د طب نړیواله جایزه درېیو ساینس پوهانو وګټل

د سويډن په مرکز سټاکهلم کي د نوبل د کمېټې د تازه خبر له مخي سږ کال د نوبل د طب ستره نړیواله جایزه پر دوو برخو وېشل سوې چي یوه برخه یې ((Bruce A. Beutler)) او ((Jules A. Hoffmann)) ګټلې او د دوهمي برخي ګټونکی یې ((Ralph M. Steinman)) دئ . 

دا په داسي حال کي چي د روان کال د سپټمبر پر ۳۰مه “رالپ م. سټاینمن” د سرطان د ناروغی له امله د ابد لپاره خپل ژوند دلاسه ورکړ . د سټاینمن زوی د خپلو خبرو په جریان کي له یوه اړخه د پلار پر مرګ خواشیني وښوده او له بله اړخه یې د پلار په لاسته راوړنو او د طب پر ډګر اختراعاتو فخر کاوه او خوښي یې څرګنده کړه .

د نوبل کمېټه په پلان کي لري چي راتلونکې جمعه د نوبل د سولي جایزې د ګټونکي (یا ګټونکې) او پنج شنبه د نوبل د ادبیاتو د نړیوالي جایزې د ګټونکي (یا ګټونکې) په اړه معلومات خپور کړي .