کور / هستوي فزيک / ديومليون مټري ټن په اندازه نااشنا مينرال کشف سول

ديومليون مټري ټن په اندازه نااشنا مينرال کشف سول

په افغانستان کی ځمکی پوهانو د یو ملیون متری ټن په اندازه داسی مینیرال کشف کړل چه په عصری تکنالوژۍ کی ورڅحه استفاده کیږی. دغه مینیرال چه لنتانیوم، سیریوم او نیوډیمیوم نومیږی د افغانستان په جنوبی سرحدی سیمه کی کشف شول.
د ساینتیفیک امیریکا ټکی کام د سیړنی پر اساس د دغه یوځایی موندنی سره  به افغانستان د نړۍ د نا اشنا مینیرالو په لست کی شپږم مقام وګټی.
امریکایی جیالوژی سیړونکی پدی عقیده دی چه دغه مینیرال چه د عصری تکنالوژۍ په تولیداتو کی ورڅخه استفاده کیږی د موجوده ضرورتونو پر اساس د تولی نړی لپاره د لسو کلونو لپاره کافی دې. څیړونکی اضافه کوی چه شاید دغه کانونه د ملیون متری ټن څخه هم زیات منیرال ولری.  د افغانستان د مینیرالونو په اړه د یو اس جی اس لخوا  دوه زره ورقی راپور د امریکا سفارت ته د سپتمبر په ۲۹ په ۲۰۱۱ کی وړاندی شو چه مشتمل د دغی نوی مینیرالو د کشفیاتو هم دی.