کور / شعر / غزل

غزل

دمينی درده ناکراره دی کړم
دزړه په خوږ باندی اوګاره دی کړم
څوک چه زما په قدر نه پوهيدی
دهغه پښو کی سپيره خاوره دی کړم
رقيبه دا ظلم به ياد ساتمه
چه سر لرم خو بی دستاره دی کړم
د اسمان ستوری که يو ځايي شی ټوله
سپوږمئ والله چه بيا خماره دی کړم
جنګه ظاليمه دادی څه وکړله
توره تياره ده بی سهاره دی کړم
ورونه می ټوله خاورو  وخوړله
خدايه دژوند څخه بيزاره دی کړم
ما ( ځلبلاند ) ته مور په چغو ويل
افغانه ډکه له پرهاره دی کړم