کور / تازه خبرونه / تهزین وال : د کابل ننګرهار د نوې جوړېدونکې لارې امنیت دې خوندي شي

تهزین وال : د کابل ننګرهار د نوې جوړېدونکې لارې امنیت دې خوندي شي

د کابل دسروبي ولسوالۍ خلکو د وزيرانو د شورا دهغې پرېکړې هر کلۍ وکړ ، چې له مخې يې د کورنيو چارو وزارت د عامه تاسيساتو رياست ته، د معينيت درجه ورکړل شوه .
دغه پرېکړه د زمري په ٣١مه د وزيرانو د شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې مشري يې ولسمشرحامد کرزي کوله .
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکيو په وينا، له دغې پرېکړې وروسته به په هېواد کې د ټولګټو پروژو امنيت خوندي او هېوادوال به يې په بشپړېدو له ګټو برخمن شي .
د دغې ولسوالۍ د تهزين د سيمې يو تن اوسېدونکى٤٠ کلن ميراجان وايي، چې له تېر کال راهيسې له کابل څخه د خاک جبار د غازي بند، دوران خېلو او تهزين له لارې، ننګرهار ولايت ته د يوه پوخ سړک کار پيل شو، خو د وسلوالو مخالفينو د بريد له امله يې، په ځينو سيمو کې کار په ټپه درېدلى دى .
هغه زياته کړه: (( څه موده مخکې د حزب اسلامي کسانو چې مشري يې د اخترمحمد په نامه يو قوماندان کوي، د تهزين د کولالانو په سيمه کې د ياد شوي سړک د جوړولو د کمپنۍ ١٣موټر وسوځول. ))
هغه زياته کړ، چې د حزب اسلامي قوماندان اخترمحمد که څه هم د يوې مودې راهيسې په سيمه کې ندى ليدل شوى، خو ويل کيږي چې کسان يې فعال دي .
ميراجان زياته کړه، چې له دغه بريده وروسته يادې شوې کمپنۍ د کولالانو په سيمه کې د سړک جوړولو کار بند کړ، خو په نورو خوندي سيمو کې پرې کار روان دى .
دغه راز د تهزين د څرۍ د سيمې يوه بل اوسيدونکي احمدفهيم وويل، چې په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو تر څنګ، د حزب اسلامي د قوماندان اخترمحمد کسان د دولت پرضد عمليات ترسره کوي .
هغه زياته کړه، چې قوماندان اختر محمد يوه جهادي څېره ده او په خلکو کې تر يوه حده محبوبيت هم لري .
خو هغه له ياد شوي ګروپ او طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولګټو پروژو بايد بريدونه ونکړي، تر څو عام خلک ترې برخمن شي .
هغه وويل: (( زه ډير خوښ يم چې د کورنيو چارو وزارت د عامه تاسيساتو رياست په معينيت بدل شو، کيداى شي دغه معينيت زموږ له سيمې د تېرېدونکي سړک د پروژې په خوندي کولو بريالى شي او امنيت يې ټينګ کړي. ))
سروبي، چې د کابل په شاوخوا ٧٥ کيلومټرۍ کې ختيځ لوري ته پرته ولسوالۍ ده، وخت ناوخته په کې د دولت مخالفين په عملياتو لاس پورې کوي .