افغان کونسل د خيبرپښتونخوا له ستر وزير اميرحيدرهوتي سره وکتل.
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: په پېښور کې افغان کونسل محمد ابراهيم حسن خېل د خيبرپښتونخوا دستر وزير اميرحيدرخان هوتي سره وکتل او د افغانستان او پاکستان او په ځانګړي توګه د پښتنو د سيمو د ستونزو په اړه يې خبرې وکړې او د دواړو هيوادونو د اړيکو پر ټينګښت يې ټينګار وکړ.