کور / کیسه / پوړنی

پوړنی

رڼاچي په جگړه کي پیدا او په جــگړه کي لویه شویده او په جگره کي یي دهغه چا له لاسه چي دي یي دبریا لپاره دوعا گاني څه چــي روژي هم نیولي په زړه داسي داغ کیښودل شوچي پاتي ژوند ورته له ناهیلیواوداسي احساس څخه پيمانه شوچي گواکي نورژوند کول ورته بي پـایلي او ددي ژوندئ اوسیدل دخپلي کورنئ اودوستانولپاره ددي په آند له شرمه ډکي شیبي شوي.
رڼا په وړکتوب کي شوخه اوډیره ځیرکه نجلئ وه دماشومتوب خوږ ژوند یي له خپلوهمزولوسره په لوبواوشوخي  تیراؤ، په موراوپلارډیره گرانه وه ښه به یي نازوله. ددي ځیرکئ اوخوشحالي څیري دنږدي گاونډیانوپه زړه کي هم ددي لپاره ځانگړی ځای جوړکړی ؤ هرچاورسره مینه درلوده .
داچه مورا وپلاریي دواړه لوستي ؤ( پلار یي محمد شریف په شریف کاکا مشهور، تقاعـد شـوی صاحب مـنـصب اومـوریي بي بي ضلحـجه، ښوونکي) دواړودرڼاځیرکتیا ته په پام سره درڼاپه اړه فـــکرکاؤ ، دوئ دواړو داهیله درلوده چي رڼا به ددوئ هیلي پوره کوي . یوه ورځ یي مــور بــي بــي ضـلحـجي شـــریف کـا کـاتـه وویــل: ســړیــه ! زمــا پــه فـکـررڼـابـایـدپـه ښــوونــځـئ کــي شــامــله کـړو- زه باور لرم چــــــــي رڼـــابــــه دزدکړوپه ډګرکي ډیري لاسته راوړني ولري،
ځکه چي اوس یي لاخپلي ځیرکتیا اوهوښیارئ ته دټولو پام وراړولی ده خدای (ج) دي يي له بدوسترگووساتي، زماپه اند کله چي یي ښوونځئ پای ته ورسوله نوهرومروبه دطب پوهنځئ لولی ….
شریف کاکا بي له دي چي خپلي هیلي ورسره ګډي
 کړی په داسي حال کي چي په شونډویي موسکا خوره وه دسرپه ښورولوسره یي دضلحجي د خبري پخلی وکړ. شپی ورځی تیریدی موراوپلاریی رڼاپه ښوونځی کی شا مله کړه رڼا تراتم ټولگي پوري زده کړي په داسي ډول وکړي چي دوړتیاله پلوه تراتم ټولگي پوري په لمړئ شمیره په مخ روانه وه .
داوخت چي درڼاعمردژوند دسپرلي موسم یعني دځوانۍ پړاوته ورنږدي کیده دښکلادبڼ ګلان يي هم ورسره ورو ورو غوړیدل، دنگه ونه ، په بڼه سپینه ، په غوښه پټه…تل په خندااودنیکوخویونو څښتنه وه…
خوله بده مرغه داهغه شپي وي چي  دروسانوله خوازموږپه ګران هیواد یرغل شوی وو او ګل ګل هیوادته موخونړیۍ جګړي راپیښي شوي
رڼا دزیاتو گډوډیو اوجگړوله کبله دموراوپلارپه خوښه په کور کښیناسته اوهیله یي درلوده چي ژرترژره به مجاهیدین بریالي اوپه هیوادکي به کراري شي،  دابه ښوونځئ له اتم تولگي نه بیاشروع کړي خوجگړي ورځ تربلي زیاتيدلي .
درڼا مورچي ښوونکي وه دگډوډیوله امله دي هم خپله دنده پریښوده اوپه کورکښیناسته .
شریف کا کا دضلحجي ددندي له پریښودوسره سم یووړوکی دوکان پرانست ترڅودکورگزاره یي ورباندي ؤشي .
رڼا دکورکارونه کول اوزیات وخت به یي له خپل وړوکي ورور(حا مید) چي دښوونځئ په څلورم ټولگي کښي وو او وړوکي خورهیلي سره چي دښوونځئ په دریم ټولگي کي وه دښوونځئ دکتابونو په لوستلوکي مرسته کوله . درڼاپه زړه څه چي په څیره کی یي هم دازادئ هیلي له ورایه څرگندیدلي تل به یي دخپل ښوونځي دبیاشروع کولوفکرکاؤ
دکوردکارونوسره سره به یي دافغانستان دتاریخ مطالعه کوله درادیو دخبري خپرونوپه څنگ کي به یي کلتوري خپروني ډیري خوښیدلي خوله جگړي څخه ډیره متآثره وه تل به یي په پنځه وخته لمانځه کي دمجاهدینودمقدس جهاد دبري لپاره دخدای (ج) دربارته لاسونه لپه کول ( یا الله (ج) ته زموږمجاهدینوته چي ستا په لارکي مقدس جهادکوي له اسلام ، هیواد اوناموس څخه ساتنه کوي بری یي ور په برخه کړي….) همداډول رڼا ددغي بریا لپاره روژي هم نیولي . دي به تل په خیال کي د مجاهدجانان دټوپک لپاره خپل دغاړي دامیل له مرغلرونه په خپلووریښمینوگوتوگردنئ جوروله….
دمجاهدینوقوت دنړئ سترطاقت ته دالله (ج) په مرسته سره داسي ماتي ورکړه چي دنړئ په تاریخ کي یي دهیوادتاریخ یوځل بیاوځلاؤ.
کله چي روسي ځواکو نه له هیواد څخه ؤوتل نو ددي په ځای چي دشهیدانوشهادت اودهیوادخپلواکئ ولمانځل شي مجاهدینوپه خپل منځ کي په یواوبل نوم جگړه پیل کړه اودهیوادهغه برخي چي دروسي اشغالګرو له ویجاړي نه پاتي شوي وي دوئ دځان غوښتونکوپه خپل منځي ټیل ماټیل کي په کنډوالوبدل شول،داورداسره بڅري په هرلورخواره شول دمجاهد سپیڅلي نوم دټوپکي جامه واغوسته اوغونچه غونچه هیلي لمبه لمبه شوي هغه دچاخبره نرهغه وو چي دزورواکانوله چنګاله خپل سراوعزت خوندي کړي،خوله بده مرغه دډیروبيوسه افغانانوعزتونه لوټ شول،څه سربه موخوږوم
 یوه شپه دشریف کاکا کورته دشپي په نهوبجوڅووسلوال کسان بي له اجازي نه دکوردتالاشئ په نوم وردننه شول شریف کاکاچي داحالت ؤلیدغوښتل یي چي دنوموړو کسانوښه میلمه پالنه ؤکړي ، خوشحاله یي وساتي ترڅودده کورنئ ته زیان ونه رسوی
وسلوالوته یي ؤویل: مجاهدینو وروڼوزه پوهیږم چي تاسوبه ستړی یاست اوډوډئ به موهم نه وی خوړلی … زه به د ډوډئ غم درته ؤخورم
له وسلوالونه یوکس ؤویل: موږوږي نه یو! موږته امرشوی ده چي ستاکورتالاشي کړو ، نوښه به داوي چي موږخپل کارته پریږدي!
دکورپه تالاشئ یي شروع وکړه ، کوټه په کوټه گرځیدل ، دري کوټي یي تالاشي کړي کله چي څلورمي کوټي ته وردننه شؤپه کوټه کي رڼا اوموریي الوتي څیري ولاړي وي دوسلوالو سترگي چي په رڼا ولگیدي نویوبل ته په بریتوکي  وموسیدل ها..هم.. له څه سرسري پلټني وروسته یي دشریف کاکا اودضلحجي لاسونه اوپښي وروتړل په کوټه کي یي کلپ کړل اورڼا یي له کوره په زور راؤیستله اوهغه ټوپک چي پرون (رڼا ورته په خیال کي دخپلي غاړي دامیل له مرغلرونه په خپلووریښمینوگوتوگردنئ جوړوله) نن یي له میل نه دآهونو، آزارونو اوخونونوبوئ جگیدل اوپه همدي میل یي درڼا له سرنه دزرکلن عفت سورکی پوړنی جگ کړاودمعصومي سپوږمئ په څیریي په عام محفل کي بربنډه گډه کړه اودوئ دخپلوچرسولوخړی دهوس له چک چکوسره پورته کړی … خورڼا داځل دخدای (ج) دربارته لاسونه لپه نکړل اودنــــاهــــیــلــئ پــــه شــــونــــډویـــــي ورو ؤویـــــل:
پریږدئ چي خړسیلاب مي یوسـي
په لامبوزن جانان به ډیره نازیدمه!