کور / خبرتیا او پيغامونه / لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او د افغانستان سياسي بې وسي

لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او د افغانستان سياسي بې وسي

په افغانستان د امريکايي غوبل د لسمې کليزې په درشل کې په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې دا پتېيلې ده، چې د افغانستان د نننيو ستونزو په اړه د يو ورځني علمي سيمينار چارې سمبال کړي. د افغانستان د سياسي، ټولنيزو او امنيتې کړکېچونو په اړه د افغاني پوهانو تر منځ د مباحثې او د نظرونو د شريکولو امکانات رامنځ ته کړي، چې دافغانستان وګړي هم د هغوی له نظرياتو خبر شي او په سيمينار کې د افغانستان د ستونزو په اړه د پوهنيز چلند شاليد وڅېړل شي.


د سيمينار برخې
۱ – د سيمينار ليکنې او ويناوې
۲ – د سيمينار د موضوع په اړه بحثونه
۳ – مشاعره
۴ – د غونډې پرېکړه
د سيمينار وخت، پته او ځای:


د نيدرلند هېواد، د نيوخين ښار او د (H`t VEERHUIS  ) هال
د ۲۰۱۱ م کال د کتوبر ۸ نېټه (8/10/11) له  ۱۷:۳۰ بجو تر ۲۴:۰۰ بجو  (17:30-24:00)  پورې!
Zaterdag 8 oktober 2011  van 17:30 tot 24:00
H`t VEERHUIS, Nijemonde 4, 
3434AZ Nieuwegein Zuid, Nederland
   
Telefoon: 030 6064448
 Mobile: 0031629355648,  0622303611, 0640546409
Internet: www.acvn.nl   Email:    acvn.nl@hotmail.com


په نيدرلند کې د افغاني کلتوري تولنې اداري کميسيون