کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سو له که طبعیی زیرمی ؟؟؟

سو له که طبعیی زیرمی ؟؟؟

افغا نا ن د تیلو په سرو لمبو کی: 
جګړه دی حد ته را ورسید ه چی د روسا نو له تیری او وتلو څخه یو لسیزه تیره نه وه  ، امریکا یا ن دغی سیمی ته را ورسید ل . زه حیرا ن یم چی دغه جګړه  ولی زمونږ په کور دیره شوی دی . د دی امکا ن هم شته چی په ټو له کی امریکا او په سر کی یهو دانو د ا سلام او مسلما نا نو د جرړو د ایستلو لپا ره له دغی سیمی را شروع کړي نه وی، لکه چی د برید په  سر کی کی زمونږ پچه را ختلی وی   . ا یا دغه جګړه  د دین – اسلام  او کفا رو تر مینځ دی او که هسی خدای په مونږ غو سه کړی او کفا ر یی را    با ندی مسلط کړیدی . دغه خبر به ډیره بیځا یه نه وی چی و ویل شی ، بلی دغه جګړه د اسلام او د مسلما نا نو تر مینځ دی . که دا سی دی نو ولی په مسلما نانو کی یو اځی او یواځی افغا نا ن      انتخا ب شوی دی . ایا  له  دی نه معلومیږی چی اسلام تر بل هر وخت په دغه سیمه کی ښه سا تل کیږی او ښه  پا لل شوی دی   . ایا  د دی سیمی خلک په اسلام مین دی او ریښتني مسلما نا ن دی .     او که بله خبره وکړم ، هغه دا چی د ټولو افغا نا نو تسلی وشی او هغه دا دی ، چی له مونږ افغا نا نو نه خو ډیر نور داسی ملتونه شته چی د اسلام ښی ناری وهی او شعا رونو یی ټو له  نړی نیولی دی . نو ولی هر څه زمونږ په سر را اوړی او دغه مظلوم ، پا تی ، بیسوا ده ، فقیر ، بی وسی ، عا جز،         نا توا نه او یواځی ملت په سرو وینو کی لمبول کیږی او د وینو په ډنډونو کی ورته د طها رت غسل ورکول کیږی او ……….. ډیر افسو س چی له مونږ لاره ورکه شوی ده .
ایا نړی د سروزو او تیلو  په لټه کی دی .ا یا افغا نا ن د تیلو او غا زو د جګړی قربا نیا ن دی . ا یا دغه د تیلو لمبی دي چی زمونږ په لوری یی مخه کړی .  که فکر وکړو نو ممکن دی چی همدغه رښتیا وی . داسی ا ټل کیږی چی تر ۵۰ کلو ورسته  یعنی تر ۲۰۵۰ کال ورسته طبعی زیرمی په خلا صیدو دی او د نړی   زبر ځوا کونو خپله مخه هغو بیوزلو هیوادونو خوا ته کړی چی زیرمی یی لا تر اوسه نه دی سپړل شوی . که داسی وی نو ولی جګړه زمونږ په لوری را خوځیږی . د نړی ډیر نور هیوادونه او سیمی شته چی له مونږ خورا ډیر بډایه هیوا دونه دی او ښی زیرمی لری . زه فکر نه کوم چی  زمونږ سیمه (هیوا د ) دومره زیر می و لری چی د نړی تنده پری ما ته شی . او یا دغه مصا رف چی د نړی لوی لوی قد رتونه یی د افغا نستا ن د مها رولو په پروسه کی لږوی دومر ه ارزښت ولری چی په داسی یوی سیمی و لګول شی چی د اقتصا د او عا ید له اړخه هیڅ وړ نه وی . زه فکر کوم چی  زمونږ هیواد به دومره زیرمی و نلری چی د دغی خاوری د ډیر چټګ پراخیدونکی راتلونکی ۵۰ میلونی  نفوس لرونکی  هیواد  اړینی او تقا ضا پوره کا ندی . ګر چی زه د معا دونو متخصص نه یم،  و لی باورنه لرم چی اوسنی او راتلونکی ګړګیچونه او جکړی په سیمه او هیواد کی زمونږ خلکو ته دا زمینه مسا عده کړی چی دغه سترو ارما نا نو ته ورسیږو . مونږ تل په دی ویا ړلي دی چی ډیر بډا یه هیوا د لرو ، ولی له بد ه مر غه چی د نړی د ډیرو بیوزلو هیوادونو  په کتار کی حسا بیږو او خلک مو د یوی ګولی په ارما ن شپی سبا کوی.
هو کی : مو نږ دا منو چی په سر کی روسا نو ، بیا  امریکا یا نو ، او  اروپا یا نو د سپوږمکی له لاری د افغا نستا ن د زیرمو مکمله سروی کړیده،  او ټو لټا ل قیمت او ارزښت یی محا سبه او وړاندوینه شویده ، ولی دا ددی ثبوت نشی کید لای چی هر څه به په یو ه وخت و په ډیره لنډه مو ده کی زمونږ     د سترګو لاندی  تر سره شی . تیل ، مس ، اوسپنه ، طلا ، یا قو ت ، زمروت ، یو رانیم ، او نور داسی طبعیی منرا لونه چی اوس په تازه کی کشف شوی دی زمونږ د و یجا ړ وطن هر زخم ملحم کړی ، بلکه همد  غه  په لږه پیما نه کی دغه قیمتی او با ارزښته توګی زمونږ د ځا ن او سر بلا شوی دی .
همدا رنګه همدغه زیرمی دی چی که چیرته په ښه توګه پا نګونه پری وشی او د استخراج ، پروسس او د خا مو موادو اړول په پا خه شویو مواد،  زمونږ د ننه په کور کی  صورت و نیسی نو د ډیرو بیروزګارو خلکو روزګار ورسره سم او زمونږ هیوا د به  یو تو لیدی تجا رتی شکل او بدن غوره کړی ، ولی سوا ل دلته دی چی ایا زمونږ ګا ونډیا ن ، د سیمی ملکونه او ټو له کی د نړی ستر زبرځواکونه مونږ ته دغه موقع په لاس راکوی چی مونږ او یا دوی راسره دغه ستری موخی  ته  نږدی شو . یقین می را نشی چی که چیرته زمونږ ځوان نسل په همدی شا  ن د بیسوا دی په لوری په عمدی او یا غیر عمدی او یا تحمیلی توګه د حرکت په لور وی دغه له پیړیو پیړیو    را پد یخوا   ارما ن  پوره کا ندو . او بله داچی دغه خبره رښتیا شوی چی[ ګیره زما وا ک یی د ملا ] کا ونډیا ن به زمونږ په راتلونکی فکر کوی .
و لی د افغا نستا ن  جغرا فیا یی او سیا سی ، جیو پو لیتکس  جوړلښت او مو قعیت همیشه د دی لا مل شوی چی زمونږ له هیوا د ه  د پله په حیث ګټه پورته سی ، د لته تیری کونکی هیوا دونه او لوی سوپر       قد رتونو د پا یښت تمه نه ده کړی بلکه د کور ، کا لی ، ډوډی ، ډیموکراسی او بشری حقو قو  شعا رونو زمونږ هیوا د نړولی دی .  دغه شعا ریا نو او د غوړو او ګرمو مړیو و عده ورکونکو ته نا ست        افغا نا ن غو لید لی چی پرته له غو بله په دغه    خا وره کی بل شی لا پا تی نه دی . زبرځواکونو      تل لدی خا وری د تخت او تا بوت وسیلی په توګه کار اخستی . دغو ځواکونه د لته د دی لپا ره راغلی چی مرکزی ا شيآ ته پری پوری وځی او یا شرقی سیمی تر خپل کنترول لاندی راولی ، او یا د بد بخت له کبله   د دوی تا بو تونه  له دی خاوری وه وځی او یا دلته ګورستا نونه  او هدیری پری ډګیشی .
کله چی روسا نو خپله ما ته قبلوله کړه نو امریکا یا ن پدی فکر کی شول لکه چی د ویتنا م غچ وا خیستل شو و لی خبر نه وه چی سور د وینو زبيښونکی ما ران د افغا ن مجا هدینو کا میا بی او بری له لویو چلنچونو سره مخ کړ،  چی په نتیجه کی یو ځل بیا دغه هیواد د زبرځواکونو د تمرکز په محرا ق کی ګیر راغی او د مقا بلی  او امتحا نونو ډګر و ګرځید ه .
کله چی د یو نیکا ل او بریډا س کمپنییو  په ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ کلونو پوری د طا لبا نو د رژیم تر سیوری لاندی خپلو ګرمو حریفا نه مقا بلو ته زور ورکړی وه  نو  ډیرو دغه ګما ن رښتیا شو امریکا د دی لپا ره   طا لبا ن را مینځته کړی چی د تیلو کټو نکی مقا بله او  جګړه و کټی او سیمه کی خپلو ا صلی موخو ته ورسیږی .
د مر کزی ا شيآ د تیلو بډایه زخیری د دی سبب شو چی امریکا یا ن دغی سیمی ته خپلی بړلسټڼی را په شا کړی او یو ځل بیا زمونږ هیواد د تیری او تجاوز د تور ی سیوری لاندی ژوند وکړی . زمونږ خدای بښلی مولا یا ن خو لا پخوا دغه ا ټکل کړی چی جګړه به له دغی سیمی ټو لی نړی ته غځول کیږی او د مسلما نا نو او کفا رو تول او ترازو به د افغا نستا ن د با دیا نته او متدین قو م په لاس تلل کیږی .
اوس اوس خبره د ی ته را رسیدلی چی موضوع د ا قتصا د دی ، او جګړه د اقتصا دی موخو لپا ره ګرم     سا تل کیږی . ګله چی روسا نو ما ته وخوړله نو امریکا یا ن په ډیر ی هوسا ینی ژوند پیل کړ و لی ډیر نه وه تیر شوی چی چین او د ا شيا دغه نوی نوښتګر  ا قتصا د په غوړیدو شو . کله چی امریکا دغه    حا لت ته متوجه شو چی دغه ارزانه – با کیفیته او هر چیرته لا سته راوړنکی چینا ی توکی د امریکی بازا رونه را حصا ر کړی نو په لرزه راغلی او هغه خوبونه یی چی په خو ب کی  د نړی د کنټرول او اداری لیدلی وه  غلت و ختل .
اوس موضو ع  دی ته را رسیدلی چر امریکا با ید د چین دغه چټګ غوړیدونکی ا قتصا دی هیواد مخه ډپ کړی او پری نږدی چی چین په مرکزی ا شيآ ، نیمه عربی او ا فریقا یی هیوادنوکی بنسټ ایښودونکی  اقصا دی  پا نګو نی وکړی ، امریکا وا یی،  د دی  مخه با ید اوس و نیول شی او که نه  بیا به ډیر نا وخته وی چی مخه یی ونیسو . ا مریکا  له دی ویره لری چی مبا دا چین او دی ته ورته نور شرجوړونکی هیوا دونه د امریکا بازار خرا ب او ویجا ړ کړی او ا قتصا دی له د سره روسا نو پشا نی له نه جیرا نیدونکی ما تی سره مخ کړی.
له بل پلوه امریکا نه غواړی چی د مرکزی اشيآ هیوادونه  له هغو ملکونو سره اړیکی ټینکی کړی چی د امریکی خلا ف ګمپا ین کی ورکډ شوی دی . امریکا د شا نګها ی فعا لیتونه په ډیرو حسا سو             ا ستخبا راتی او څیړه نیزو پروګرا مو نو سره څاری . د شا نګهای هر پرمختک د امریکا د زوال نيښی ثا بتو لی شی . روسا نو په یو یشتمه پیړی کی بیرته د ځا ن د سمولو په حا ل کی دی او غواړی چی خپل هغه حیثیت بیرته ا عا ده کړی کوم چی د افغان مجا هدینو د جها د په وخت کی د لاسه ورکړی وه .
ایران، پا کستا ن ، او سعودی عربستا ن  بیا په سیمه کی خپل مذهبی ، پراختیا یی او ا قتصا دی تمرینونه کوی  او سیمی ته دغه خبر رسول غواړی چی مونږ(ایرا نیا ن، پا کستا نیا ن او عربا ن )  هم د دی توا ن او وس لرو چی د نړی له ستر زبرځواک سره سر   و جنګوو. همدارنګه  پا کستا ن د امریکا  دوه مخی دوست  هم نه غواړی چی په اوږده موده کی امریکا پدی سیمه کی پا تی شی . چین د پا کستا ن ملګرتیا ته زړه  ښه کړی او پا کستا ن هم غواړی چی چین د یو بدیل دوست په حیث کله چی امریکا د لاسه ورکوی ، لاس ته راوړی. پا کستا ن غواړی چی که چیرته افغا نستا ن  د یو ه نا کراره هیواد په توګه په سیمه کی پا تی شی او هند د غربی پو لی څخه په  پا کستا ن ګذارونه وکړی نو چین   دی ته چمتو او وهڅوی چی د هند  مقا بلی ته راوه وځی او د   پا کستا ن ننګونه و کړی .
 پس په نتیجه کی زه دا ویلی شم چی په یو یشتمه پیړی کی ډیر د نړی ستر ځواکونه به یو د بل مقا بلی ته سره را وځی او دغه د مذ هب ، پراختیا ی موخی ، او ا قتصا د جکړه  به  ګرم  سا تی او د یو بل د قدرتونو مخه نیسی . دغه لوی ، لوی قد رتونه به هيڅکله داسی کار و نکړی چی خپله سیمه ،کور او کلی د اور لمبی کړی او و یی  سوزوی  بلکه دغه هو ښیا ر ملکونه به ځا نته د پراخو سیمو په لټون کی وی چی د خپل هر راز   زور ، زر او نظا می قد رتونو ما نورنه او تمرینا ت عملی کړی. دوی به دا کو ښښ کوی چی په ټیګنا لوژی سمبا ل نظا می و سلی د بیوزلو خلکو په سیمه کور ، او کلی کی وه ازما یی تر څو خپل حریفا ن سره په کونډو کړی او د ا قتصا دی بوختیا لپا ره زیرمی راوسپړی او خپل   پا یښت ته د منا بعو په  لټون پیل و کړی .


نو که چیرته مونږ افغا نا ن سو له غواړو با ید خپل معا دن ، او زیر می سر له اوسه په خپل اختیار کی      و سا تو تر څو دغه ستره پا نګه د نړی د ځواکونو د مقا بلی او جګړی لا مل و نه کرځی . مونږ با ید خپل هیوا د کی د سولی راوستو په لاره کی  هڅی و کړو تر څو خپل معا دن په سمه تو ګه ا ستخراج ، پروسس او بهر ملکونو ته صا در کړو . دغه پا نګه کو لای شی   چی زمونږ د ځوان نسل د علم ، تعلیم، تخصص او تجربی په لاس لا پسی پراختیا و مو می او زمونږ هیوا د د نړی د نورو ملکونو په   شا نی ارام او نیکمرغه کړی .
که نړی ، کاو نډیا ن او د سیمی هیوادونه مونږ سره د سولی راوستلو او د معا دنو د ا ستخرا ج په برخه کی مرسته و نکړی نو ډیر لری به نه وی چی افغا نستا ن د تیلو په سرو لمبو کی  په کا ملا توګه        و سو زیږی او د دغی جکړی اور به زمونږ د کا ونډیا نو په کټه نه بلکه د هغوی د تبا هی او بربا دی   لا مل هم و  کر ځی  ، بیا به وخت ډیر تیر وی او پښیما نی به هیڅ ځای نه نیسی .
وسلام
د خپل ګرا ن هیوا د د ابا دی او پرمختګ په هیله