کور / تازه خبرونه / هلمند : په يوه بريد کي ١٧ تنه ولسي وګړي ژوبل سول

هلمند : په يوه بريد کي ١٧ تنه ولسي وګړي ژوبل سول

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په ګرشک ولسوالي کي په يوه وسله وال بريد کي چي پر يوه ٣٠٣ ډوله موټر سوى شپاړس تنه ژوبل سوي او يو تن وژل سوى .
د دې ولايت د والي وياند داود احمدي رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او زياتوي چي دا د وسله والو طالبانو کار دئ .
نوموړى وايي چي دپېښي قربانيان يې روغتون ته د درملني په موخه وړي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .