کور / سياسي / د اکتوبر اوومه ، د ولس په غمیزه کی یوه بله توره ورځ

د اکتوبر اوومه ، د ولس په غمیزه کی یوه بله توره ورځ

نن د اکتوبر داوومی هغه ورځ ده چی د ۲۰۰۱ ز کال په همدی ورځی دافغانستان مظلوم او معصوم ولس د امریکایی ولسمشربوش د قهر او غضب لاندی په داسی حال کی راغی چی نه یی دامریکایانو د لوړو برجونو د راپرزیدو په اړه معلومات درلودل او نه په هغه کار کی شریک وو چی سزا یی دوی ته ورکول کیده . دطالبانو رژیم په داسی حال کی را وپرځول شوچی دامریکایانو څخه یی غوښتل د بین المللي اصولو سره سم دی دهغوی څخه دهغو عربي دوستانو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړی چی د نیویارک په پیښو کی یی متهم ګڼي ، دطالبانو نظام د امریکایانو ترراکټی اوهوایی حملو لاندی راغې ، ولسمشر بوش غوښتل نړۍ ته و ښئی چی په امریکا باندی یرغل کول به بی ځوابه پاته نه شی ، په دی خاطر یی د خپل دغه غضب او قهر د سړیدو له پاره دافغانستان د ولس په څیر مظلوم او بی دفاع ولس انتخاب کړ . نوی او تازه جوړی کړل شوی وسلی یی پری ازمیښت کړی ، د شمال ټلواله یی کرایه کړه تر څو دهغوی د پیاده فوځونو رول ولوبوي . د شمال د ټلوالی مسؤلینو هم که هغه عبدالله و او که هغه مرحوم استاد ربانی ، دواړو دخپل ولس په وژلو کی د امریکایانو هغسی لاس وکړ چی پخپله امریکایانو به هم نه و کړی . دعبدالله دا خبره چی ویل یی : هغه کلی زمونږ دی او دا بل د دښمن ، ددښمن کلی بمباري کړئ ….اودمرحوم استاد دا خبره چی : دا بمونه کوچني دی غټ غټ پری را و اوروئ …. د افغانستان دتاریخ یوه مهمه برخه وګرزیده .


دادی لس کاله تیرشول ، امریکایان او ناټو چی په کوم غرور سره افغانستان ته راغلی و ، هغه غرور یی مات شو . دلسو کالو وروسته اوس دهمغو خلکو پسي ګرځی چی لس کاله دمخه یی خپل ټول ځواک دهغوی د له منځه وړلو له پاره استعمالوو .


غواړی د طالبانو مسؤلین راپیدا کړی ، دی مسئلی دوی د سترو سترو رسوایی ګانو سره مخ کړل. د طالب په نوم یی  کویټی څخه دوکانداران راوستل په سلګونه زره ډالر یی ورته ډالۍ کړل خو هغوی وروسته همغسی بوګس و ختل لکه څنګه چی د یوناما ټولټاکنې .


امریکایان د لسو کالو هلو ځلو وروسته بری و موند او خپل ذ اتي دښمن اسامه بن لادن یی په ایبټ اباد کی وموند او د مئ په دویمه یی هغه په  غلچکي برید کی له منځه یوړ .


ډیرو دا سی انګیرله چی امریکایان به ددی موقع نه استفاده وکړی او نور به دسیمی څخه خپل فوځی ځواکونه بیرون کړی . او دافغانستان د ولس سره به د یوه داسی نظام په جوړښت کی بسپنه وکړی چی د افغانستان د ولس راتلونکی پری جوړه شی ، او ولس دخپلی خوښی د نظام د جوړولو جوګه واوسي . اما بدبختانه  چی هغوی مونږ ته د یوه تقلب نه په تیریدو سره دبل تقلب لاره را وښودله .


ددی لسو کالو په دوران کی زمونږ ولس د مافیایی عناصرو په لاسو کی ولوید. د هیروینو قاچاقبران پری مسلط شول . جنګی سالارانو دولس په ریښو باندی خپلی منګولی ښخې کړې ، دمخدره موادو استعمال په دغه فقیره ټولنه کی د میلیونو انسانانو ژوندونونه د تباهۍ سره مخ کړل ، ناروغتیا، فقر اوبدبختۍ د یو شمیر محدودی طبقي پرته ټول ولس په خپل ځان کی رانغاړلی دې . دبین المللی ټولنی دراپورونو له مخی دادی یواځې سږکال دژمی په رارسیدو د افغان ولس نیمایی و ګړی د قحط سره مخکیدونکی دی . فحشا ، لواطت  تر هرو خت زیاته وده کړی . دهرزه اوګمراه کونکو سي ډي ګانو ، فحش فیلمونو او ….. زمونږ ځوان نسل دتباهۍ سره مخامخ کړې  او …….


د بین المللی ادارو دراپورونو له مخی یواځی په دی تیر کال کی د افغانستان امنیتي حالات تر څلویښتو سلمی زیات خراب شوی ، دښځو د حقوقو په اړه انګلیسي غیردولتی اداره وایی چی په دی لاره کی ستونزي تر هر وخت پخوا زیاتی شوی دی .


جنګ او ناامني په ټول ولس کی خپره شوی ، هیڅ کور او هیڅ ځای ددی ناامنۍ څخه خوندي نه دی . په میلیونو او بیلیونو ډالر د یوی محدودی طبقی له اړخه په یوه نوم اوبل باندی حیف ومیل کیږی . هغه امریکا چی ویل یی افغانستان ته د جرمنی په څیر یو مارشال پلان جوړوی ، دخپل د اړتیا وړ څو سرکونو او هوایی ډګرونو پرته نوری هیڅ مثبتی لاسته راوړنی نه لری .


د امریکایانو د دی بربنډی مداخلی وروسته تر اوسه پوری زمونږ د ولس شرقی ، جنوبي شرقی او نور پښتون میشته ولایتونه د زرګونو مصیبتونو او غمونو سره مخ شوی دی ، کورني هجرتونه صورت نیسي ، دشپی له اړخه بمباری کیږی ، هیڅو ک ددی توان نه لري چی کوم څوک ځان سره  میلمه کړی ، هرڅوک په خپل غولی کی دخپل مرګ شپی شماري ….. ولسمشر کرزي ورته ژاړی خو یوناما او امریکایان د افغانانو په وژلو سره جشنونه نیسي .امریکایی عسکر دخپلې ساعتیرۍ له پاره دټوپک خوله په معصومو افغانانو راګرځوي… اوبیا په یوه «ساري » یی هرڅه خلاص شي . دا ځکه چی عبدالله ورته د بهرنیو چارو د وزیر په څیر د ازادۍ سند ورکړی او کرزي هغه توشیح کړی .


د اسامه بن لادن د له منځه وړلو وروسته امریکایانو د موقع او حالت نه ګټه پورته نه شوه کړای ، اوس نو په افغانستان کی رانښتی دی ، کله د حقانی شبکه او کله هم د هغی القاعدی پاته شونی چی دوی یی د پنځوسو او سلو ترمنځ وګړي ګڼی ، په خلاف دعملیاتو پلانونه لري …..


دهمغه لمړۍ ورځی را پدیخوا ایرانیانو او پاکستانیانوته ګواښونه کوی ترڅو د امریکایی فوځونو دمخالفینو دملاتړ څخه لاس واخلی . ایرانیانو خو دادی یواځی څو اونۍ مخته د طالبانو عالی رتبه هیئت د بیدارۍ هغه کنفرانس ته چی مرحوم استاد ربانی یی هم میلمه ور بللی و ، چی ښاغلی ارسلارحمانی یی په کتلو حیرانتیاهم ښکاره کړی وه . وایی چی د طالبانو دیو ستر چارواکی ، نیک محمد ، په کتلو سره حیران پاته شو ، دهغه سره یی دښه راغلاست له پاره لاس ورکړ خو نور څه یی ورسره و نه ویل .


ایران د طالبانو د مولوی منصور د ډلی کلک ملاتړ کوی ،ځکه پخپله مولوی منصور د ایرانیانو سره نژدی اړیکی درلودل اواوس دهغه زامن اوخپلوان دهمغو اړیکو څخه په ګټی اخستلو سره دادی د ایران څخه دایران دشرایطو په مطابق ګټه پورته کوی . او ایران هم دخپلو دوستانو د خوندي ساتلو په خاطر هغوی ته هر ډول بسپنه ورکوی . دا خبری په مطبوعاتو کی هم ډاګیزه دی او نړیوالوته هم .


پاکستان په زغرده وایی چی دحقانی دشبکی سره اړیکی لری اودا اړیکی یوازی دوی نه بلکه امریکایان یی هم لري ، همدا اوس اوس که له یوه اړخه دامریکا حکومت دحقانی شبکه یوه تروریستي شبکه بولي خو دبله اړخه د مولوی جلال الدین حقانی د زوی سره پټی اړیکی لری اوغواړي دا اړیکی همداسی جاري و ساتی .


د دوو مخالفو ډلو تر منځ د اړیکو نیول نیک شوګون دی اوهر هغه څوک چی په ریښتیا هم غواړی سوله او امن منځته راشي باید دا ډول اړیکی سره کلک کړی . امریکا نن دی ته اړتیا لري او تر هغو چی دغسی معامله ونه کړی ، ددی بن بست څخه یی بیرون کیدل شونی نه بریښي .