کندهار : د عبدالله ستوري د شعري ټولګي مخ کتنه وسوه

عطاالله محمدي | اکتوبر 8th, 2011


په کندهار کي د اطلاعاتو او کلتور رياست تېره ورځ (جمعه) د عبدالله ستوري د ستوري په تصور کي دشعري ټولګي دمخ کتني په اړه غونډه جوړه کړې وه چي د دې رياست د رئېس عبدالقديم پتيال ترڅنګ ، استاد حيات الله رفيقي ، د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمد يار ، د نارنج خپروندويي ټولني مشر سيد احمدقانع ليکوال اواستاد نوراحمد قرآنمل او يو شمېر نورو ليکوالانو او شاعرانو ګډون کړى ؤ .
غونډه د استاد حيات الله رفيقي په مشري په مخ وړل کېده او د قرانکريم په څو سپېڅلو اياتو سره پيل سوه .
لومړى خبري شاعر او ليکوال او د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالقديم پتيال وکړې او زياته يې کړه چي دا ډول غونډي د ځوانانو په ادبي هڅولو کي اړين رول لوبولاى سي او دا يې نوې خبره نه بلکي د پخوا څخه يو کاروباله . نوموړي د عبدالله ستوري په اړه وويل چي دا ستورى دشاعرانو د ډلي څخه يو نوښګر دئ .
په غونډه کي عبدالله ستوري ته دشعر په برخه کي نيمګړتياوي ور وښودل سوې او ښاغلى عبدالله ستوري يې هم په خپلو خبرو کي د ورښوونکو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چي نيمګړتياوي به تر خپله وسه سموي او د شعر د ښايست په اړه چي ورته کومي لارښووني سوي هغه به په خپلو شعرو کي ور زياتوي .

Copyright Larawbar 2007-2024