د نوبل دسولي جایزه درېیو مبارزه کوونکو مېرمنو وګټل – ويډیو

مختار احمد احسان | اکتوبر 7th, 2011


د روان کال د نوبل د سولي جایزه درېیو مېرمنو وګټل; د لیبیریا جمهور رئیسه او د افریقا په تاریخ کي لومړنۍ انتخاب سوې ولسمشره “إيلين جونسون سيرليف”، د سولي کمپاین کوونکې ليبيريایۍ “ليما غبوي”  او په یمن کي د “آزادي ژورنالیستاني” نومي ډلي مشره، یمنۍ سیاستمداره او د بشري حقوقو کمپاین کوونکې “توكل كرمان”.

ویل کیږي چي د نوموړو له خوا د نورو مېرمنو د بشري حقوقو په لاره کي د مبارزې له برکته دوی د دې جایزې وړ بلل کیږي . 


د نوبل د کمېټې رئیس ((Thorbjorn Jagland)) د سږ کال د سولي جایزې د ګټونکو په اړه داسي وايي : “موږ تر هغه مهاله په نړۍ کي د ډیموکراسي او سولي څخه برخمن کېدائ نه سو، ترڅو چي مېرمني د دې ټولني په هره برخه کي د نارینه وو په څېر رول ونه لوبوي .”
دغه راز ویل کیږي چي د نوبل کمېټه مېرمنو ته د سولي جایزې په ورکولو سره امید لري چي د مېرمنو لپاره خنډونه له منځه یووړل سي .

ددې ترڅنګ د جرمني لومړۍ وزیري انګېلا مېرکل د نوبل د سولي د جایزې د ګټونکو پرېکړه یوه هوښیاره فیصله وبلله .

د نوبل د سولي جایزه ګټونکې ۷۲ – کلنه “إيلين جونسون سيرليف” د تازه لاسته راوړني په اړه وايي چي دا جایزه یوازي د دې نه، بلکي د ټوله لیبیریا د خلګو ده او همداډول یې جایزه د وروستیو کلونو په جریان کي د عدالت او سولي په لاره کي د مبارزې سمبول وبلله.

• ۲۰۱۰ ز        :  چینايي لیو کسیاوبو
•   ۲۰۰۹ز     :  د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما
• ۲۰۰۸ز      :   د فنلېنډ پخوانی جمهور رئیس مارټي آهتیساري








اړوند سرلیکونه :
د دوکتور، انجينر او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه

د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه

سويډن : د نوبل د طب نړیواله جایزه درېیو ساینس پوهانو وګټل   ۲۰۱۱

نومیالي شاعر ‘توماس ترانسترؤمر’ د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټل   ۲۰۱۱ز

Copyright Larawbar 2007-2024