کور / تازه خبرونه / په خوست کې ځانمرګی بريد کوونکی ونيول شو

په خوست کې ځانمرګی بريد کوونکی ونيول شو

  دوه ورځې وړاندې  په خوست کې يو ځانمرګی بريد کوونکې سره د چاوديدونکو توکو نيول شویدي
 د خوست ولايت د ملي امنيت کارکوونکي  وايي چې نوموړی تن د خوست  مرکز اړوند د  مړدخيلو په سيمه کې د چاوديدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر سره نيول شوېدی .
 چارواکی زياتوي چې نوموړی کس ياسين نوميږي او د پاکستان د جنوبي وزيرستان د مسعودو د بارون کلي اوسيدونکی دی .
نوموړی کس ١٥ کله عمر لري اوځان  د يوې ديني مدرسي  طالب بولي او وايي چې خوست ولايت ته د ځانمرګي بريد په موخه راوستل شوی وو .
 دا په داسې حال کې ده چې تير کال هم د رفيق الله په نوم يو کس چې غوښتل يې د خوست پر والي ارسلا جمال ځانمرګی بريد ترسره کړي د ملي امنيت مسؤلينو لخوا نيول شوی وو