کور / تازه خبرونه / هلمند: ګلاب منګل … د طالبانو سره د اړيکوخبره وکړه

هلمند: ګلاب منګل … د طالبانو سره د اړيکوخبره وکړه

هلمند: ګلاب منګل د دندي د پيل پر مهال د طالبانو سره د اړيکوخبره وکړه.

د هلمند نوى والي ګلاب منګل دغه  ولايت ته ورسېد او پخپله دنده يې پيل وکړ نوموړي په هغه غونډه کي چي  په وياړ يې په سلګونو قومي مشرانو او دولتي چارواکو جوړه کړې وه وويل چي لومړى کار به يې د دولت  د مخاليفينو سره خبري کول وي تر څو په دغه ولايت کي امنيتي وضعه ښه سي ، همدارنګه نوموړي د بيارغاوني د ډېرو کارونو ژمني هم وکړې .


له نژدې يوه مياشتني ځنډ وروسته د هلمند نوې والي ګلاب منګل په داسي حال کي پخپله دنده پيل وکړ چي په وياړ يې په لښکرګاه کي يوه غونډه جوړه سوې وه چي پکي ددغه ولايت د ټولو دولتي ادارو ريسانو ، د هلمند څخه په ولسي جرګي کي ځينو استازو او ددغه ولايت په سلګونو قومي مشرانو او اوسېدونکو برخه درلوده .


والي ګلاب منګل غونډي ته د خپلو خبرو پر مهال وويل چي لومړى به د دولت د مخاليفينو سره اړيکي نيسي او ملي يوووالي ته به يې رابولي تر څو په هلمند کي د ناامنۍ لمن را ټوله سي نوموړي د هلمند ولايت اوسېدونکو ته د بيارغاوني په برخه  کي د ډېرو کارونو ژمنه هم ورکړه  او ويې ويل چي د بې روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره به هلي ځلي کوي هغه وويل چي  هر کار به د قومي مشرانو په صلاح مشوره ترسره کوي ، د افغان او هلمند مېشتو نړيوالوځواکونو  تر منځ به پوره همږغي را منځ ته کوي .


د هلمند پخواني والي اسدالله وفا هم خپل دندي په لومړۍ ورځ د هلمند خلکو ته  د بيا رغاوني د ډېرو کارونو تر څنګ د پوهنتون د جوړېدو ژونه ورکړه چي اوس يې يوازي په يوه سپېره دښته کي  يوه لوحه ولاړه ده او بس همدارنګه هلمند د بيا رغاوني په برخه کي هم دومره پرمختګ نه دى کړى .


و به کتل سي چي ښاغلى ګلاب منګل څومره خپلي ژمني عملي کولاى سي او د هلمند خلکو ته څومره کار کولاى او د هلمند خلک څومره همږغي ورسره کولاى سي