کور / ترخې خبري / مومند: زه د غزني والي مدافع وکيل نه يم !

مومند: زه د غزني والي مدافع وکيل نه يم !

 ” تاسو د خپلې ليكنې په هر پراگراپ كې د ډالرو يادونه كړې ده؛ نو له دې معلومېږي چې ته هم تر ما زياته له ډالرو سره مينه او ليوالتيا لري



كه څه هم نيوكه او انتقاد چې بېطرفانه او بېغرضانه وي يو ښه او اړين كار دى او كولى شي چې يو څوك خپلو تېروتنو ته متوجه او په راتلونكي كې د تېروتنو مخه ونيسي، خو دغه كار بايد د هغه چا له خوا وشي چې له يوې خوا وړتيا يې ولري او له بلې خوا په موضوع كې ګډ نه وي، بې طرفه او بېغرضه وي، خو متاسفانه چې زموږ په هېواد كې د نقد او كره كتنې نورمونه په پام كې نه نيول كيږي هر څوك لكه ټټار، نانباى، كينه گر، مطلبى – چاپړوس او دې ته ورته كسان غيرمسوولانه او بېباكانه قلم رااخلي او نامنصفانه په يوه شخص يا يو څه نيوكه، نقد اويا كره كتنه كوي.


نو بهتره به وي چې له دې راز كسانو څخه ځان لرې وساتل شي او يا په اصطلاح يوازې په سلام ويلو سره تر څنګ يې تېر شو او بس.


څه موده مخكې مې په لر او بر انټرنېټي سايټ كې يوه ليكنه چې زما د يوې دري مقالې په ځواب كې ليكل شوې وه ولوسته چې سر ليك وو ((شېرخوستي هم مدافع وموند،غزنيوال دې نورې چيغې نه وهي)).


د دې مقالې ليكوال چې ځان يې په مستعار نوم محب الله ضيايي ښودلى، د ليكنې په پيل كې ځان كره ناقد، د سياسي چارو كارپوه، عالم، لوړ شخصيت او … بللى دى، خو كله مې چې ذكر شوې مقاله ولوسته؛ نو دې پايلې ته ورسېدم چې نوموړى هم يو له هغه كره كتوونكو څخه دى چې د ليكنې په پيل كې مې ښودلي وو؛ نو پر همدې اساس مې له ځانه سره پرېكړه وكړه چې له ليكنې څخه يې په څنګ تېر شم او ليكنه يې ځواب نه كړم؛ خو زياترو دوستانو راته له هېواد دننه او بهر څخه ټلفونونه وكړل او باربار يې تاكيد وكړ چې ددې ليكنې ځواب به هرو مرو وايې؛ نو ددې دپاره چې دوستان مو خوښ شي، دا ليكنه مې وكړه.


د ضيايي د شخصيت  او پوهې په اړه به انشاء الله ددې ليكنې د لوستو سره لوستونكي قضاوت وكړي.


ضايي د خپلې ليكنې په پيل كې وايي چې ((خو په سرکې بايددا روښانه کړم چې زه ښاغلى فيضان، شېرخوستى او مومند چې بشپړ نوم يې احسان الله مومند دى او داريانانټ ورک په ګنج کې کمپيوټرکار دى درې واړه پېژنم . لومړى خو کومه ليکنه چې دمومند په نوم په فارسي ليکل شوې او خپره شوې ده دا ښاغلي مومند نه ده کړې بل چا ورته ليکلې ده ، ځکه زه دى پېژنم چې ټوله نړۍ يې يواځې دکمپيوټر کليدړه ده او له هغه ور ها يې مه پوښتئ)).


او بيا زياتوي: ((دغه ښاغلى هېڅ وخت هم دليکنې وړتيا نه لري خو کومه ليکنه چې دده لپاره بل چا کړې ده هغه هم دده تر سويې لوړه نه ده. دويم دى وايي چې شېرخوستى دده دهمکار په توګه يو متوازع او خاکساره سړى و دا به هم ورسره ومنو چې خوستى همدغسې دى لکه مومند چې ادعا کوي خو دا خوستى و چې پردي شعرونه به يې پټول او بيا به يې همکارانو ته ورکول چې ورته ديکلمه يې کړي او دده دخوښې نجلۍ ته يې ډالۍ کړي)).


اوس كه د ضيايى دا څو جملو ته ځير شو نو له ورايه معلومېږي چې دى څه ډول شخصيت دى.


او بل دا چې نوموړي په خپله ليكنه كې په بشپړ ډاډ ويلي دي چې هغه په دري ژبه ليكل شوې ليكنه د مومند نه ده، خو د مومند په سويه يې ليكلې ده؛ نو همدومره زما دپاره كفايت كوي؛ ځكه چې دى په خپله يو ځل وايي چې مومند هېڅكله د ليكنې استعداد نه لري او له بلې خوا وايي د نوموړي په سويه ليكل شوې ده.


او بيا تر پايه ضيايي په مومند نيوكه كړې او چا چې د ده په اصطلاح ليكنه كړې ده هغه ته يې هېڅ اشاره نه ده كړې.



چې له دې څخه هم دده سويه او استعداد جوتېږي او جالبه خو لا دا چې ضيايي د مذكر او مونث يا نر او ښځې توپير نه شي كولاى لكه چې ليكلې يې دي: ((پټان چې كله په خوست كې وه)).


چې ″وه″ په پښتو ژبه كې د ښځې دپاره استعمالېږي.


او بل ځاى كې ليكي: ((په هر صورته خوستى هم كار پوه شو)).


دا چې متواضع يې (متوازع) ليكلى دا خو لا څه كوې.


درنو لوستونكو: څوك چې نورو ته بې سواد وايي او په خپله د مونث او مذكر توپير نه شي كولاى او تواضع په ((ز)) ليكي تاسې ورته څه وايي؟


ضيايي په بل ځاى كې داسې ليكلي دي: ((ښاغلى مومند صاحب ته له گنجه څخه خبرې كوې)).


آه! ښاغلى ضيايى دا څه مانا؟


زما په خيال ددې جملې يوه مانا كه كټ مټ يې را واخلو دا ده چې ((ښاغلى مومند صيب)) ته له خزانې څخه خبرې كوي. كه چېرې د ضيايي مطلب دا وي چې مومند د ګنج اونيزې له څانگې څخه خبرې كوي، نو بايد دا يې لوستونكو ته روښانه كړې واى، كه نه لوستونكي به څه پوهېږي چې مومند له كوم ګنج نه خبرې كوي، د خپل پلار له ګنجه يا د ضيايي د …. له گنجه؟؟؟


او نورې ماناوې به يې لوستونكي ته پرېژدو.


نو گرانو لوستونكو تاسو د نوموړي ليكوال سويې او شخصيت ته د مهربانۍ له مخې نظر وكړئ.


او ميړانه خو يې ماته جوته شوه، ځكه چې نوموړى ليكوال زما په خيال ميړنى نه دى؛ بلكې نرښځى دى؛ ځكه چې دى كومې ليكنې كوي په خپل نوم يې نه خپروي دده ليكنې په مستعارو نومونو دي.


اوس غواړم يو ځل ستاسو پام هغې ليكنې ته را وگرځوم. چې ما په دري ژبه ليكلې او خپره شوې وه. په هغه ليكنه كې ما ويلي وو چې شېرخوستى چې اوس په دې پوست گمارل شوى دى، مخكې له مخكې د ده تخريب يا ځپل گټه نه لري، مانا دا چې پرېژدئ چې يو څه د خدمت زمينه ورته برابره شي؛ خو زما مطـلب دا نه و چې زه شېر خوستى قهرمان يا … خلكو ته وروپېژنم، ځكه چې دى كه قهرمان وي، خپله قهرماني به په خپله د عمل په ميدان كې هېوادوالو ته روښانه كړي او كه … نو كه د ضيايي ليكنه تاسو يو ځل بيا ولوستله؛ نو دا به ثابته شي چې دى ددې وړتيا لري چې په يوه والي يا يو بل دده په اصطلاح ((بېسواده سړي)) ليكنه وكړي كه يه؟


ده په خپله ليكنه كې د وجدان كلمه دومره زياته كارولې ده چې زه نه پوهېږم چې دى د كوم رژيم سړى دى او اوس له چا څخه دفاع كوي؟ ده د ښاغلي فيضان په اړه ويلي دي((نن به تا هم دهغو لکونو غزنيوالو له غږه سره خپله چيغه شريکوله چې وايي فيضان دې نه ځي))؛ خو تر كومه ځايه چې ما ته معلومه ده او له باوري سرچينو څخه خبر شوى يم. ښاغلى فيضان چې پخوا يو پياوړى جهادي شخصيت و په غزني كې له شپږو مياشتو دندې وروسته د غزني خلكو له خوا په داسې حال وشړل شو چې خداى دې بل مسلمان ترې ساتي او زما مشوره تا ضيايي ته دا ده چې د نورو ستايل، چاپړوسي او … همداسې په مستعارو نومونو كوه، كه د غزني خلكو په اصلي نوم وپېژندلې؛ نو بيا به دې حال تر هغه بدتر شي.


نوموړي مومند ته پـه خپله ليكنه كې ويلي دي چې دا هر څه د ډالرو دپاره كوې او بس.


خو زما په خيال ته به د خداى دپاره ژوند نه كوې؛ بلكې د ډالرو دپاره يې كوې؛ ځكه چې تاسو د خپلې ليكنې په هر پراگراپ كې د ډالرو يادونه كړې ده؛ نو له دې معلومېږي چې ته هم تر ما زياته له ډالرو سره مينه او ليوالتيا لري، زما په خيال همدا د ډالرو بركت دى چې تا ته اوس د نېټ زمينه برابره ده، يوازې همدې ته ناست يې چې په نېټ كې يوه د ځان، د نه گټې ليكنه وگورې او فوراً هغه ځوابوې، همدا دې ډالرو زور دى چې دومره زيات وخت لرې او له ټولې نړۍ سره اړيكې لرې او …


نو ما چې كله ددې ليكنې ځواب ليكه زه په دې ښه پوهېدم چې ضيايي همداسې يوه ليكنه  بيا كوي، خو زه ده ته مخكې له مخكې وايم چې كه يوه گوته د بل پر لور ونيوې؛ نو نورې واړه دې د ځان پر لور غبرگېږي؛ نو پر همدې بنيا زه ضيايي ته دا هم وايم چې ګرانه! زه خو دومره وخت نه لرم چې ستا په څېر سمدلاسه د ځان په ګټه د نورو ليكلو ته ځواب وركړم، زما په خيال ستا دپاره د الله پاك د كلام دا ايت شير كفايت كوي او بس:


وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلاَمًا